امریکا د پوځ ۱۰۳ تنه پوځیان د واکسین د نه کولو له امله له دندو اخراج کړی شول
په امریکا متحده کې څه باندې ۱۰۰ تنو پلو ځواکونو سرتیري د کرونا ویروس واکسین سره د مخالفت او د واکسین د نه کولو له امله له دندو اخراج کړی شول.
په امریکا متحده کې څه باندې ۱۰۰ تنو پلو ځواکونو سرتیري د کرونا ویروس واکسین سره د مخالفت او د واکسین د نه کولو له امله له دندو اخراج کړی شول.
نوموړو سرتیرو چې د دیني لاملونو له امله د معافیت وړاندیز کړی وو وړاندیز يي رد شوی دی.
د امریکا د مارینا کورپس ټایمز مجلې پدې اړه خپرو شوو خبرونو او ادعاګانو پخلی کړی دی.
د ویلو ده چې تر اوسه پورې ۱۰۳ تنه سرتیري له دندو اخراج شوي شوي.
د امریکا د پلو سمندري ځواکونو قومندانۍ ویاند جیم ستنګر یادې شوې مجلې سره په مرکه کې ویلي دي چ د طبي او اداري لاملونو له امله تر اوسه پورې ۱۰۰۷ تنو پوځیانو ته د واکسین معافیت ورکړ شوی دی. د دیني لاملونو له امله ۲۸۳۶ تنو د معافیت غوښتنه کړې چې د ټولو غوښتنې رد شوي دي.
هغه ویلي دي چې تر ننه پورې یو تن پوځي ته هم د دیني لاملونو له امله معافیت ندی ورکړ شوی . همداشان ۳۰۰ تنو سرتیرو چې د معافیت وړاندیز کړی تمه کیږي چې دا هم رد شي.
د ویلو ده چې تیره اونۍ هم د امریکا د هوايي ځواکونو نه ۲۷ تنه پوځیان چې د واکسین د قانون سره مخالفت کړی وو او د واکسین کولو نه ډډه کوله له دندو نه اخراج شوي وو.
د امریکا په پوځ کې فعاله پوځیانو او یا د کرونا د ویروس د واکسین مخالفینو ته د واکسین کولو او یا د معافیت په خاطر د وړاندیز کولو لپاره د نوامبر تر ۲۸ مې نیټې مهلت ټاکل شوی وو.
د دیني لاملونو له امله د معافیت غوښتنې ټولې رد شوي دي.