د پورما پخوانۍ مشره سو چي‌ په ۴ کلونو بند محکومه شوه

د بورما پخوانۍ مشر او د بهرنیو چارو وزیره اونګ سان سو چي د پوځي‌ حکومت د محکمې لخوا په ۴ کاله بند محکومه شوه.

1743492
د پورما پخوانۍ مشره سو چي‌ په ۴ کلونو بند محکومه شوه

د بورما پخوانۍ مشر او  د بهرنیو چارو وزیره اونګ سان سو چي  د پوځي‌ حکومت د محکمې لخوا په ۴ کاله بند محکومه شوه.

د نړۍوالو خبري رسنیو د خبر له مخې سو چي‌ په هیواد کې د خلکو د پارولو او بلوا رامنځته کولو او کرونا ویروس پراخې وبا له امله د لګول شوو روغتیايي‌ تدابیرو نه د سرغړونې په تور د تورنیدو له امله په ۴ کاله بند محکومه شوه.

د ویلو ده په نوموړې ددې سربیره یو زیات شمیر نور تورونه هم  لګیدلي‌ دي. نوموړې پر هغې لګول شوي‌ ټول تورونه رد کړي‌ دي.

د بله پلوه د بورما پخوانی ولسمشر وین مینت هم په عیني‌ تور په ۴ کاله بند محکوم شوی دی.

د میانمار پرزول شوې مشره او د بهرنیو چارو وزیره سو چي‌ دم ګړۍ  د کور په حپس کې قرار لري. دا چې نوموړې به زندان ته واستول شي‌ او که نه پدې اړه څه ندي‌ ویل شوي.

د یادولو وړ ده چې د میانمار پوځ د ۲۰۲۰ کال په ټولټاکنو کې د درغلیو د ترسره کیدو د ادعاء کولو به د ۲۰۲۱ کال د فبروري‌ په لومړۍ نیټه کودتا وکړه او واک يي په لاس کې واخیست.

پوځ د هیواد د واکمن ګوند مشره او د بهرنیو چارو وزیره اونګ سان سو چي‌ په ګډون حکومت یو زیات شمیر چارواکي‌ او د واکمن ګوندي‌ جګپوړي‌ چارواکي‌ ونیول او د یو کال لپاره په هیواد کې اضطراري‌ حالت اعلان کړ.

د بله پلوه سو چي‌ په هیواد کې خلکو ته د کودتاچي‌ نظام پر خلاف د مقامت او غږ لوړولو بلنه ورکړه چې په هیواد کې مظاهرې پيل شوې.

کودتاچي‌ پوځي‌ نظام تر اوسه پورې ۹۰۲ تنه مظاهره کوونکي‌ او مخالفین وژلي‌ او په زرګونو تنه نور يي ټپیان کړي دي.


پيوندونه: #سو چي , #بورما

اړوند خبرونه