ملګروملتونو سازمان طالبانو ته د دایمي‌ استازیتوب څوکۍ ورنکړه

ملګروملتونو سازمان په افغانستان کې د طالبانو او په بورما کې کودتا کوونکي پوځ په اړه مهمه پریکړه وکړه.

1741817
ملګروملتونو سازمان طالبانو ته د دایمي‌ استازیتوب څوکۍ ورنکړه

ملګروملتونو سازمان په افغانستان کې د طالبانو او په بورما کې کودتا کوونکي پوځ په اړه مهمه پریکړه وکړه.

د ملګروملتونو سازمان  ځانګړې کمیټې  په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان  او بورما استازیتوب څوکۍ د برخلیک په اړه ځانګړې غونډه وکړه.

یادې  شوې کمیټې پدې غونډه کې  د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان استازیتوب څوکۍ  طالبانو ته د اوس لپاره  د نه ورکولو پریکړه وکړه. همداشان یادې شوې کمیټې د بورما د کودتا کوونکي‌ پوځي‌ حکومت په اړه هم ورته پریکړه وکړه.

د ملګروملتونو سازمان دا ځانګړې کمیټه د ۹ هیوادونو  جوړه ده . ددې کمیټې غړي‌ د سویډن هیواد دایمي‌ استازي‌ د کمیټې د غونډې نه وروسته خبري‌ رسنیو ته وویل چې طالبانو او په بورما کې د پوځي‌ حکومت د ملګروملتونو په سازمان کې د دایمي‌ استازیتوب څوکۍ دوې ته د ورکولو غوښتنه کړې وه. دا غونډې ددوې پر وړاندېزونو د غور کولو په خاطر جوړه شوې وه. په غونډه کې په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي‌ استازیتوب څوکۍد اوس لپاره   طالبانو ته  د نه سپارولو پریکړه وکړه. همداشان د بورما پوځي‌ حکومت په اړه هم ورته پریکړه وشوه.

د یادولو وړ ده چې طالبانو د خپلو ویندویانو نه سهیل شاهین په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي‌ استازي‌ په توګه نوماند معرفي‌ کړی وو. طالبانو د ملګروملتونو سازمان عمومي‌ سرمنشي‌ دفتر ته د یو لیک په استولو د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ طآلبانو ته د ورکولو غوښتنه کړې وه.

د ویلو ده چې طالبانو حکومت تر اوسه پورې د نړۍ د یو هیواد لخوا هم په رسمیت ندی پیژندل شوی .

د ملګروملتونو سازمان سرمنشي‌ انتوني‌ ګوتریش هم ویلي‌ دي‌ چې  نړۍواله ټولنه پر طالبانو د فشار راوستو په خاطر یواځې یوه ښه وسیله لري‌ چې هغه هم د رسمیت پیژندو مسئله ده.

طالبانو تر کومه چې یو ټولشموله حکومت جوړ نکړي‌ ، د ښځو، انجونو حقونو ته درناوی وکړي‌ او بشري‌ حقوق رعایت نکړي‌ باید په رسمیت ونه پیژندل شي.

د بله پلوه طالبانو د ملګروملتونو سازمان دا پریکړه د اصولو او انصاف پر خلاف بللې ده او سخت غبرګون يي ښودلی دی.

طالبانو هیله څرګنده کړې ده چې ملګروملتونو سازمان هر څه ژر حق د حق خاوند او د افغانستان مشروع حکومت ته وسپاري.



اړوند خبرونه