په اذربایجان کې پوځي‌ چورلکې سقوط‌ وکړ

په اذربایجان کې د پوله ساتو ځواکونو اړوند یوې پوځي‌  چورلکې سقوط  کړی دی.

1740727
په اذربایجان کې پوځي‌ چورلکې سقوط‌ وکړ

 

د اذربایجان د پوله ساتو ځواکونو د قومندانۍ د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې نن سه شنبه د نوامبر ۳۰ مه نیټه د سهار د لسو بجو او ۴۰ دقیقو په شاوخوا کې یوې پوځي‌ چورلکې د خیزي په سیمه کې سقوط‌ کړی دی.

چورلکه   د هوايي تعلیم په سیمه کې لویدلې ده . په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده خو دقیقه شمیره يي نده ښودل شوې.

چارواکي‌ د پيښې نه وروسته سمدلاسه د پيښې سیمې ته تللي‌ دي. د چورلکې د لویدو لامل معلوم ندی.

د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه