ایا یو تن  د الوتکې د ټیرونو  په برخه کې په منفي‌ ۴۵ درجې سړې هوا کې درې ساعته سفر کولی شي؟

یو تن د ګوتامالا نه تر امریکا پورې د الوتکې د ټیرونو په برخه کې ځان نخلولو سره سفر کړی دی

1740163
ایا یو تن  د الوتکې د ټیرونو  په برخه کې په منفي‌ ۴۵ درجې سړې هوا کې درې ساعته سفر کولی شي؟

ایا یو تن  د الوتکې د ټیرونو  په برخه کې په منفي‌ ۴۵ درجې سړې هوا کې درې ساعته سفر کولی شي؟  یو تن  د ګواتامالا نه د امریکا متحده ایالتونو تر میامي‌ ښاره پورې دا سفر وکړ.

یو تن چې د ګواتامالا د هوايي ډګر نه امریکا ته د سفر کوونکي‌ الوتکې د ټیرونو په  برخه کې ځان پټ کړی وو د منفي‌ ۴۵ درجې په سړې هوا کې درې ساعته سفر نه وروسته د امریکا د میامي‌ ښار ته سفر وکړ.

نوموړی کس د هوايي ډګر د کارکوونکو لخوا په امبولانس کې روغتون ته انتقال کړی شو.

د نوموړي‌ کس فلم چې د هوايي ډګر د کارکوونکو لخوا ثبت شوی دی پکې په ډیر بد حالت کې ښکاري.

پدې ویدیو کې ښکاري‌ چې دا کس ټول رپیږي او په ډیره سخته په خپو دریږي.

د نوموړي‌ کس هویت ندی اعلان شوی . د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه