امریکا: د پولنډ او بیلاروس په پولو کې د کډوالو د بحران یواځنی مسئول بیلاروس او روسیه دي

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پولنډ او بیلاروس په پوله کې د کډوالو د رامنځته شوي بحران یواځنی لامل بیلاروس او روسیه اعلان کړل.

1734031
امریکا: د پولنډ او بیلاروس په پولو کې د کډوالو د بحران یواځنی مسئول بیلاروس او روسیه دي

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وویل د امریکا او پولنډ د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې.

د پرایس لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې بلینکن پدې ټیلیفونی خبرو کې د پولنډ او بیلاروس په پوله کې د کډوالو د رامنځته شوي بحران یواځنی مسئول بیلاروس او روسیه وښودل.

هغه وویل چې د بیلاروس د ولسمشر لوکاشینکو رژیم د دا ډول اقداماتو سره غواړي د سیمې امنیت د ګواښ سره مخامخ کړي. همداشان روسیه بیا غواړي  چې د نړۍوالو اذهانو پام دې مسئلې ته په رااړولو سره اوکراین سره په پوله په خپلو پوځي ګامونو پرده وغوړوي.

بلینکن ویلي دي چې بیلاروس د کډوالو نه د خپلو منافعو په توګه کار اخلي . د همدې امله د لویدیځ به د بیلاروس او روسیې پر خلاف ډیر سخت تحریمونه وضع کړي.

د بله پلوه عراق اعلان کړی دی چې د بیلاروس او پولنډ په پوله کې په کمپونو کې ۵۷۱ تنه عراقي وګړي شتون لري. دې هیواد د خپلو وګړو نه دې کمپونو ته د تلو نه د ډډې کولو غوښتنه کړې ده .

همداشان ویلي دي چې د بعضو هیوادونو سره په هماهنګۍ کې ځیني چارې پيل کړي دي.

د ویلو ده چې په زرګونو تنه کډوال اروپا ته د تلو د خیال سره د پولند او بیلاروس په پوله کې بند پاتې دي. د هوا د ډیر زیات سړښت ،په  کافي توګه د خوراکي توکو نشتوالي  او ډیر بد وضعیت کډوال د جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي. په اصل کې دا کډوال د ژوندي پاتې کیدو لپاره د ژوند سره مبارزه کوي.



اړوند خبرونه