لیبیا پوځي څارنوالۍ د ولسمشرۍ لپاره د خلیفه حفتر او سیف الاسلام قذافي د نوماندۍ د ځنډولو غوښتنه وکړه

د لیبیا پوځي څارنوالۍ د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون نه د ولسمشرۍ لپاره د خلیفه حفتر او سیف الاسلام قذافي نوماندۍ چارې په هغوې د لګیدولو تورونو د سپیناوي  او د هغوې په اړه د روانو تحقیقاتو د پایته رسیدو پورې د ځنډولو غوښتنه وکړه.

1733981
لیبیا پوځي څارنوالۍ د ولسمشرۍ لپاره د خلیفه حفتر او سیف الاسلام قذافي د نوماندۍ د ځنډولو غوښتنه وکړه

 

پوڅي لوی څارنوالۍ  د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ته د رسمي مکتوب په استولو سره د هیواد په ختیځ کې د غیرې رسمي ملیشه ځواکونو د مشر خلیفه حفتر او د لیبیا د پرزول شوي ولسمشر معمر القذافي د زوی سیف الاسلام قذافي  باندې د موجودو تورونو نه یادونه شوې ده. پدې مکتوب کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې دواړه په یو زیات شمیر جنایتونو او جنګي جرایمو تورن دي.

همداشان ویل شوي دي چې د خلیفه حفتر او سیف الاسلام قذافي د نیولو حکمونه شتون لري. د همدې امله تر کومه چې پر هغوې لګیدلي تورونه سپین شوي نوي  او د هغوې په اړه روان تحقیفات بشپړ شوي نوي د ولسمشرۍ د نوماندۍ په اړه باید د هغوې ټولې چارې وځنډول شي.

د یادولو وړ ده چې لیبیا د دسمبر په ۲۴ مه نيټه د ولسمشرۍ ټاکنو ته تیاری نیسي.

د لیبیا د پرزول شوي ولسمشر معمرالقذافي زوی سیف الاسلام قذافي د دسمبر د ۲۴ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې تیره ورځ خپله نوماندي رسمآ اعلان کړه او رسمي توګه يي وړاندیز وړاندې کړ.

هغه د ۲۰۱۱ کال راهیسې تیره ورځ د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې راښکاره شو او پخپله يي د خپلې نوماندۍ لپاره وړاندیز وړاندې کړ.



اړوند خبرونه