امریکا پر حوثي یاغیانو د یمن په پلازمینه صنعا کې هر څه ژر ددوې د سفارت د تخلیه کولو غږ وکړ
حوثي یاغیانو د یمن په بلازمینه صنعا کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت ودانۍ اشغال کړه او د سفارت پر موټرو يي قبضه ولګوله.
حوثي یاغیانو د یمن په بلازمینه صنعا کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت ودانۍ اشغال کړه او د سفارت پر موټرو يي قبضه ولګوله. همداشان د سفارت کوونکي برمته کړي دي.
د امریکا حکومت پر حوثي یاغیانو هر څه ژر د سفارت د وانۍ د تخلیه کولو او د برمته کړو کارکوونکو د خوشې کولو غږ وکړ.
د فرانس پرس خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پاریس بیا ویلي دي چې د یمن په پلازمینه صنعا کې د حوثي یاغیانو لخوا د امریکا د سفارت د اشغالولو او کارکوونکو د برمته نیولو نه وروسته د ځايي کارکوونکی ډیری بیرته خوشې شوي دي خو ځیني اوس هم د برمته دي .
پاریس یو ځل بیا پر حوثي یاغیانو د امریکا د سفارت د ټولو کارکوونکو د هر څه ژر خوشې کولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل چې مونږ پر حوثيانو هر څه ژر د امریکا د سفارت د تخلیه کولو او د امریکا د سفارت اړوند د قبضه کړو ټولو مالونو د راستنولو غږ کوو. هغه وویل چې امریکا به د خپل سفارت د کارکوونکو د هر څه ژر خوشې کولو او د سفارت تخلیې په خاطر ډیپلوماتیکو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
د ویلو ده چې امریکا په ۲۰۱۵ کال کې د حوثي یاغیانو لخوا د پلازمینې صنعا د نیولو نه وروسته خپل سفارت وتړه. همداشان د سفارت یو زیات شمیر یمني کارکوونکي د حوثي یاغیانو لخوا د نه نیول کیدو په خاطر ټول د سفارت د ساتوونکو په توګه استخدام شول.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی