په کاناډا کې د اسرائیل پر خلاف د لاسلیکونو د راټولو کمپاین پیل شوی
د کاناډا په فدرال پارلمان کې د اسرائیل لخوا پر فلسطیني ماشومانو د روان تاوتریخوالي او شدت پر خلاف د لاسلیکونو د راټولو کمپاین پیل شوی دی.
د کاناډا په فدرال پارلمان کې د اسرائیل لخوا پر فلسطیني ماشومانو د روان تاوتریخوالي او شدت پر خلاف د لاسلیکونو د راټولو کمپاین پیل شوی دی.
د کاناډا په فدرال پارلمان کې د تورنتو وکیلې سلما زاهد د پارلمان په رسمي انټرنټ پاڼه کې د لاسلیکونو د راټولو کمپاین پیل کړی دی.
تر اوسه پورې ۱۲۶۱ تنو پدې کمپاین کې ګډون کړی.
همداشان د تورنتو وکیلې سلما زاهد د نوموړي کمپاین په اړه په خپور کړي لیک ددې خبرې په ټینکار ویلي دي چې اسرائیلي ځواکونه د اوږدې مودې راهیسې د فلسطیني ماشومانو پر وړاندې د شدت او زور زیاتي نه اخلي.
د بشري حقونو ډلو او سازمانونو د تحقیقاتو او څیړونو نه وروسته په ښکاره توګه ویلي دي چې اسرائیل د تیرو څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې پر فلسطیني ماشومانو او وګړو ظلم او زور زیاتی کوي.
د جینوا د څلورم تړون د لومړۍ مادې له مخې کاناډا باید په هر ډول شرایطو کې د بشري حقونو د اخلال د او تیري د مخنیوي په خاطر لاس په کار شي.
همداشان په لیک کې راغلي دي چې ټول هغه کسان چې پدې لیک کې لاسلیک شتون لري د کاناډا د حکومت نه د ملګروملتونو سازمان د ماشومانو د حقونو د تړون مسئولیتونو له امله باید د اسرائیل تر اشغال لاندې د فلسطیني ماشومانو سره د روان بد چلند او معامله تر سترګو تیره کړي او د پارلمان د نړۍوالو بشري حقونو د کمیسیون لخوا پدې اړه د هر څه عاجل اقدام وشي.
د بله پلوه په کاناډا کې ۵۵ مختلفو ملکي او مدني ټولنو د یو ګډ کمپاین په پیلولو سره د کاناډا د حکومت نه د اسرائیل سره د ۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د بې پيلوته الوتکو د رانیولو د قرارداد د فسخه کولو غوښتنه کوي.
د بله پلوه نوموړي د کاناډا د حکومت د ټرانسپورت د وزیر نه چې د کاناډا په کابینه کې یواځنی مسلمان وزیر دی پدې کمپاین کې د ګډون غوښتنه کړې ده .
ددې کمپاین په اړه په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې اسرائیل د لرې نه د ریموټ په واسطه کنټرولیدونکې الوتکې او ډرون الوتکې په سر کې د فلسطین او بیا د ملکي وګړو باندې ازمایي چې د همدې امله باید د اسرائیل سره هر ډول پوځي قراردادونه لغوه کړی شي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.