په نایجیر کې د نامعلومو وسله وال په  یو کلي‌ د  برید سره  ستر قتل عام رامنځته  کړ.

په نایجیر کې وسله والو کسانو په یو کلي کې ۶۹ تنه ووژل

1729621
په نایجیر کې د نامعلومو وسله وال په  یو کلي‌ د  برید سره  ستر قتل عام رامنځته  کړ.

په نایجیر کې د نامعلومو وسله وال په  یو کلي‌ د  برید سره  ستر قتل عام رامنځته  کړ.

د نایجیر د کورنیو چارو وزیر الکاچي الهاده دولتي‌ تلویزیون سره په مرکه کې ویلي‌ دي‌ چې نامعلومو وسله والو د مالي‌ هیواد سره په پوله کې په پروت کلي‌ خونړی برید کړی دی.

هغه ویلي دي‌ چې یوې ډلې نامعلومو وسله والو په نایجیر کې د مالي‌ سره په پوله کې د تیلابیري د ښار اړوند د اداب داب پر کلي‌ برید کړی چې په نتیجه کې لږ ترلږه ۶۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان پدې برید کې یو ښاروال هم وژل شوی دی. وزیر په وینا برید هله پدې کلي‌ برید وکړ چې د مرکز نه یو هیئت د بررسۍ په خاطر دې کلي‌ ته تللی وو.

همداشان په وژل شوو کسانو کې ددې هیئت د امنیت مسئول ګڼ شمیر ملیشه سرتیرو هم ژوند د لاسه ورکړی دی.

پدې برید کې ۱۵ تنه ژغورل شوي‌ او ۹ تنه اوس هم لا درکه دي.

ویل کیږي دا سیمې پدې وروستیو کې وخت نا وخته د داعش ترهګرې ډلې د بریدونو سره مخامخ کیږي.

د ویلو ده چې د القاعدې او داعش ترهګرې ډلې چې د نایجیر په ګاونډي‌ هیواد مالي‌ کې فعالیت کوي‌ وخت نا وخته د مالي‌ په ګاونډیانو نایجیر او بورکینا فاسو هم بریدونه کوي..



اړوند خبرونه