د امریکا په ویرجینیا په ایالت کې خونړی وسله وال برید شوی
د امریکا متحده ایالتونو د ویرجینیا په ایالت کې وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
1729067
د ویرجینیا پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د نورفولک په ښار کې وسله وال برید رامنځته شوی چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو مشر لاری بوني ویلي دي چې یو تن نارینه برید کوونکي پر ښځو ډزې کړي چې په نتیجه کې ۳ تنو ښځو ژوند د لاسه ورکړ او ۲ تنه نورې ټپیانې شوې.
ټپیانې روغتون ته انتقال شوي دي او د درملنې لاندې قرار لري. د روغتیايي حالت په اړه يي معلومات په لاس کې نشته.
برید کوونکی نیول شوی دی او تحقیقات ترینه دوام لري.
ویل کیږي دا برید د نوامبر په دریمه د امریکا په ځايي وخت د چارشنبې د ماښام په ۶ بجو رامنځته شوی دی.
د پولیسو مشر د برید کوونکي نه د یو ستر بزدل په توګه یادونه کړې او ویلي دي چې ددې ډول پيښو مخه باید ونیول شي.
د برید انګیزه او لامل معلوم ندی .