په سوډان کې د پوځي کودتا تشبث شوی دی

په سوډان کې یوې ډلې پوځیانو ددې هیواد لومړی وزیر عبدالله حمدوک او د کابینې د ځینو غړیو  د نیولو نه خبر ورکړی دی.

1724442
په سوډان کې د پوځي کودتا تشبث شوی دی

 

د سوډان نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې یوې ډلې پوځیانو د نوموړي  هیواد لومړی وزیر عبدالله حمدوک په خپل کور کې نیولی دی. همداشان دې پوځیانو پنځه تنه وزیران هم نیولي دي.

د سوډان د معلوماتو او ارتباطاتو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې هیواد په ټوله معنا د یوې مخکې نه عیار شوې کودتا سره مخامخ دی.

هغه د سوډان پر خلکو غږ کړی دی چې ددې کودتا تر اغیزو لاندې رانشي او د کودتاچیانو په مقابل کې مقامت وکړي.

د بله پلوه د سوډان صنفي اتحادیو، ملکي ټولنواو سازمانونو پر خلکو د کودتاچیانو پر خلاف لارو او سړکانو ته د راوتو او غږ اوچتولو غږ کړی دی.

ویل کیږي د سوډان پوځ تیره شپه لومړی وزیر عبدالله حمدوک په خپل کور کې محاصره کړ او تر نظر بند لاندې ونیو. همداشان وروسته يي د ځینو شوراګانو مشران چې دوه کاله مخکې د حکومت د انتقال په برخه کې مهم رول درلود نیولي دي.

د کابینې پنځه تنه وزیران هم په خپلو کورونو کې تر نظر بند لاندې نیول شوي دي.

په هیواد کې د انترنټ او ټیلیفون شبکو فعالیت پرې شوی دی.

ویل کیږي پوځیانو د لومړي وزیر حمدوک نه غوښتنه کړې چې د کودتا نه ملاتړ اعلان کړي خو هغه دا کار ندی کړی.

حمدوک د سوډان پر خلکو د کودتاچیانو پر خلاف د دریدو غږ کړی دی.

ویل کیږي د کودتاچیانو پر خلاف په مظاهرو هم پیل شوی دی. د بله پلوه کودتاچیانو د هیواد ملي راډیو تلویزیون او یو زیات شمیر د رسنیو دفترونه هم نیولي دي.

د بله پلوه د سوډان لومړي  وزیرې مریم صادق المهدي د لومړي وزیر عبدالله حمدوک نیول یو ډیر خطرناکه او د نه منلو وړ یو اقدام په توګه یادونه کړې ده .هغې په خپله تلویزیوني  وینا کې ویلي دي چې په سوډان کې د ټیلیفوني او انټرنټ د شبکو د پرې کیدو او پلونو د تړل کیدو له امله د وزیرانو ترمنځه هم ارتباطات پرې شوي دي.

هغه وویل چې د اقتدار او پوځي ترمنځه اړیکي د یو ډیر مهم ازمون نه تیریږي. سوډان خلک هر ډول کودتا ردوي. د هر ډول کودتا په مقابل کې به د ملکي لارو څخه مقامت وکړو.


پيوندونه: #کودتا , #سوډان

اړوند خبرونه