هندوستان لوی درستیز: چین په ځانکړې توګه د سویل ختیځې اسیا ثبات د ګواښ سره مخامخ کړی
د هندوستان لوی درستیز وویل چې چین په نړۍواله کچه په سوپر طاقت د بدلیدو په پار دسویلي اسیا د سیمې استقرار د جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د هندوستان لوی درستیز بپن راوټ د اسام ایالت اړوند د ګواهټي په ښار کې یوې غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې د چین او افغانستان په ګډون د سیمې د وضعیت په اړه څرګندونې وکړې.
هغه په چین د سختو نیوکو سره وویل چې په نړۍوال سوپر طاقت د بدلیدو په پار د سیمې امنیت او ثبات د ګواښ سره مخامخ کړی دی. هغه وویل چې چین په سیمه کې په ډیرو سترو پانګه اچونو پيل کړی دی. چین په سیمه کې د یو ستراتیژیک موقف او ځای د ترلاسه کولو په خاطر په ځانګړې توګه د بنګلادیش او میانمار سره په پوځي مرستو پيل کړی دی. همداشان په نیپال، سريلانکا او مالدیف کې په ډیرو سترو سترو پانګه اچونو پيل کړی دی.
هغه وویل چې چین د میانمار او بنګلادیش سره د پوځي مرستو سره په اصل کې د هندوستان ملي ګټې هم ګواښ سره مخامخوي. چین دا ډول اقدامات د هندوستان د لمنځه وړولو تشبث په معنا دي.
چین په یو نړۍوال طاقت د بدلیدو په حرص کې په ځانګړې توګه د سویلي اسیا ثبات او امنیت د ګواښ سره مخامخ کړی دی. همداشان د هندوستان مځکنۍ بشپړتیا او ستراتیژیک اهمیت ته هم ستر ګواښونه رامنځته کړي دي.
هغه وویل چې د چین او پاکستان د شراکت هدف هم همدا خبره ده. هندوستان باید د چین د نفوذ او قدرت د کمولو په خاطر د سیمې د نورو هیوادونو سره اړیکې ډیرې قوي کړې.
همداشان هغه په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندیښنه وښوده او وویل چې د افغانستان مسئله کیدای شي چې په جمو کشمیر مسئلې هم ناوړه اغیزې وکړي. نوي تهدیدونه رامنځته کړي. هغه زیاته کړه چې هندوستان دولت باید د جمو کشمیر پولې په ډیره قوي توګه د څار لاندې ونیسي.