په امریکا کې د جورجیا پوهنتون ترڅنګ وسله وال برید شوی دی

په امریکا کې وسله وال برید ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

1724162
په امریکا کې د جورجیا پوهنتون ترڅنګ وسله وال برید شوی دی

د امریکا متحده ایالتونو د جورجیا ایالت د پوهنتون ترڅنګ وسله وال برید شوی .

د جورجیا ایالت د تحقیقاتو دفتر ویلي دي‌ چې د فورت والي په ولسوالۍ کې د جورجیا پوهنتون ترڅنګ وسله وال برید شوی دی چې په نتیجه کې یو تن مړ او ۷ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

ددې پيښې قربانیان د پوهنتون محصلین ندي.

د پيښې په اړه پراخه څیړنې پيل شوي‌ دي. د پيښې په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي‌ ندي.

د ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ندی.



اړوند خبرونه