په هندوستان کې یوې جیټ الوتکې سقوط وکړ.

په هندوستان کې یوې پوځي‌ الوتکې سقوط کړی

1722830
په هندوستان کې یوې جیټ الوتکې سقوط وکړ.

 

د هندوستان هوايي ځواکونو ویلي‌ دي‌ چې چې نن پنجشنبه د اکتوبر ۲۱ مه نيټه  ددوې یوې تعلیمي‌ جیټ الوتکې د مادیا پردیش ایالت اړوند د بهند په ولسوالۍ کې د ګوالیر هوايي هډې ته نږدې سقوط شوه.

د الوتکې پیلوټ په خوندي‌ توګه ددې پیښې نه ژغورل شوی دی.

الوتکه په سیمه کې په یو کرنیز فارم کې لویدلې ده .

د هندوستان د هوايي ځواکونو یو تن چارواکي‌ ویلي‌ دي‌ چې الوتکې د روتینو تعلیمي‌ الوتنو په ترڅ کې الوتنه کړې وه چې د الوتنې نه وروسته وغورځیده.

د پیښې لامل معلوم ندی خو علت د معلومولو په خاطر يي‌ تحقیقات پيل شوي دي.



اړوند خبرونه