په چین کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
په چین کې درنده چاودنه شوې
1722856

په چین کې په یو رستورانت کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د چین په شمال ختیځ کې د شین یانګ په ایالت کې نن پنجشنبه د اکتوبر ۲۱ مه د سهار په ساعتونو کې په یو رستورانت کې درنده چاودنه وشوه.
د شین یانګ ایالت مسئولینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه د ګازو په نللیکه کې د تخنیکي ستونزې په نتیجه کې رامنځته شوې ده . چاودنه په یوې ودانۍ کې چې هم تجاري مرکزونو او هم پکې کورونو شتون درلود رامنځته شوې ده .
پدې پيښه کې لږ تر لږه د ۳ تنو د وژل کیدو او تر ۳۰ تنو ډیرو کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي. د ټپیانو نه د بعضو روغتيايي حالت ښه ندی.
د چاودنې سیمې ته د پام وړ مالي زیانونه هم اړولي دي.