په نایجریا کې په یو بازار د وسله وال برید له امله ستر قتل عام رامنځته شو.
په نایجریا کې په یو بازار د وسله وال برید له امله په لسګونو تنه ووژل شول
د نایجریا د سوکوتو په ایالت کې به یو بازار وسله وال برید ترسره شوی چې له امله يي لږ تر لږه ۴۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د سوکوتو ایالت والي امینو وزیري تامبول خبري رسنیو ته ویلي دي چې وسله وال کسانو د ګورنیو په سیمه کې په یو بازار برید کړی چې له امله يي د مړو شمیره ۴۳ تنو ته لوړه شوې ده .
هغه وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره چې د برید له امله د مړو شمیره ۴۳ تنو ته لوړه شوه.
د سیمې د امینت په اړه مو د امنیتي سکتور د مسئولینو سره غونډه وکړه او سیمې د امنیت د ښه والي په موخه په سیمه کې د لا زیاتو امنیتي ځواکونو د ځای په ځای کولو پریکړه وشوه.
د نایجریا ولسمشر محمد بخاري دا برید په ډیرو کلکو ټکو وغنده او وویل چې ددې وحشي او ضد انساني برید مسئولین به هر څه د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.
ددوې ورځې ډیرې کمې پاتې دي.
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه