روسیې د ناټو پر وړاندې متقابل ګام اوچت کړ

روسیې د ناټو لخوا ددې هیواد د ګنشمیر ډیپلوماټانو د اعتبارنامو د لغوه کولو په غبرګون کې متقابل ګام اوچت کړ.

1721397
روسیې د ناټو پر وړاندې متقابل ګام اوچت کړ

 

روسیې په پلازمینه مسکو کې د ناټو سازمان عسکري‌ اړیکو ماموریت او معلوماتي‌ دفتر فعالیتونونو د ځنډولو پریکړه وکړه.

د ویلو ده چې  د ناټو سازمان یو څه موده مخکې په بروکسل کې  د ناټو سازمان په مرکز کې د روسیې د نماینده ګۍ  ۸ تنو ډيپلوماټانو اعتبار نامې فسخه کړې او نوموړو ته د بروکسل نه د هر څه ژر وتو لپاره مهلت وټاکه.

روسیې د ناټو سازمان ددې پریکړې په غبرګون کې په مسکو کې  د ناټو سازمان پوځي‌ اړیکو ماموریت او معلوماتي‌ دفتر فعالیت د لغوه کولو پریکړه وکړه.



اړوند خبرونه