امریکا په هایټي‌ کې د ۱۷ تنو امریکايي مبلغین د ژغورولو هڅه کوي

په هایټي‌ کې یوې اختطاف ګرې ډلې ۱۷ تنو امریکايي مسیحي‌ مبلغین اختطاف کړي

1721125
امریکا په هایټي‌ کې د ۱۷ تنو امریکايي مبلغین د ژغورولو هڅه کوي

 امریکا په هایټي کې د تښتول شوو ۱۷ تنو امریکايي مسیحي‌ مبلغینو د ژغورولو په خاطر هلې ځلې کوي.

د هایټي‌ د هیواد یوې امنیتي‌ سرچینې د سي‌ ان ان تلویزیون ته ویلي دي‌ چې پدې هیواد کې ۱۷ تنه امریکايي مسیحي‌ مبلغین د ( ۴۰۰ ماوزو  )  په نامه د یوې وسله والې ډلې لخوا تښتول شوي‌ دي.

په خبر کې راغلي‌ دي چې په تښتول شوو مبلغین کې ۳ تنه ماشومان هم شتون لري.

سرچینې ویلي دي چې دا کسان د خالي‌ په ورځ تښتول شوي‌ دي. د پیښې په اړه تحقیقات پيل شوي‌ دي‌ او تر اوسه پورې دا معلومه نده چې چیرته يي وړي‌ دي.

د سرچینې په وینا کې نوموړي‌ مبلغین هله وښتول شول چې د کرویکس دس بوکي  په سیمه کې د یتیمخانو نه د لیدنې نه وروسته پلازمینې شمال لورې ته د  تیتانین  سیمې  پر لورې روان ول.

ویل کیږي‌ نوموړي‌ مبلغین د امریکا د اوهایو په ایالت کې کرسچن اید مینستریز په نامه د یوې ټولنې غړي‌ دي. یادې شوې ټولنې ویلي دي‌ چې نوموړي‌ مبلغین په هایټي کې د یوې یتیمخانې د جوړولو نه وروسته امریکا ته د راستنیدو پر مهال د هایټي‌ پلازمینې ته نږدې تښتول شوي‌ دي.

تښتوونکې ډلې تر اوسه پورې د نوموړو کسانو د تښتول په اړه کومه غوښتنه هم نده کړې.

د هایټي‌ رسمي‌ مقاماتو ویلي  دي‌ چې پدې وروستیو کې پدې هیواد کې د اختطاف په پیښو کې زیاتوالی راغلی دی. د اختطاف کوونکې ډلې د خلکو نه د څو سوه ډالرو نه نیولې تر یو میلیون ډالرو پورې پيسې غواړي.



اړوند خبرونه