په هایټي  کې ۱۷ تنه امریکايي  مسیحي‌ مبلغین  وتښتول شول.

په هایټي‌ کې ۱۷ تنه امریکايي وګړي‌ تښتول شوي‌ دي

1720727
په هایټي  کې ۱۷ تنه امریکايي  مسیحي‌ مبلغین  وتښتول شول.

 

د هایټي‌ د هیواد یوې امنیتي‌ سرچینې د سي‌ ان ان تلویزیون ته ویلي دي‌ چې پدې هیواد کې ۱۷ تنه امریکايي مسیحي‌ مبلغین د یوې وسله والې ډلې لخوا تښتول شوي‌ دي.

په خبر کې راغلي‌ دي چې په تښتول شوو مبلغین کې ۳ تنه ماشومان هم شتون لري.

سرچینې ویلي دي چې دا کسان د خالي‌ په ورځ تښتول شوي‌ دي. د پیښې په اړه تحقیقات پيل شوي‌ دي‌ او تر اوسه پورې دا معلومه نده چې چیرته يي وړي‌ دي.

د سرچینې په وینا کې نوموړي‌ مبلغین هله وښتول شول چې د کرویکس دس بوکي  په سیمه کې د یتیمخانو نه د لیدنې نه وروسته پلازمینې شمال لورې ته د  تیتانین  سیمې  پر لورې روان ول.

تښتوونکې ډلې تر اوسه پورې د نوموړو کسانو د تښتول په اړه کومه غوښتنه هم نده کړې.

د هایټي‌ رسمي‌ مقاماتو ددې پیښې په اړه تر اوسه پورې اظهار د نظر ندی کړی.



اړوند خبرونه