په دوحه کې د طآلبانو د استازو سره د امریکايي هیئت د لیدنې انعکاسات دوام لري
امریکا : په دوحه کې د طالبانو د استازو سره لیدنه په کامله توګه مسلکي او مثبته وه
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو د استازو سره د امریکايي هیئت د لیدنې نه د صمیمي ، مسلکي او مثبتې لیدنې په توګه یادونه وکړه.
د ویلو ده چې امریکايي هیئت د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د طالبانو سره لیدنه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرایس په ورځنۍ خبري غونډه کې ددې لیدنې د جزیاتو په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل چې " دا یو کاري غونډه وه. امریکايي هیئت طالبان یواځې د خبرو او ژمنو له مخې نه بلکې یواخې د عمل ، چلند او هغوې د دریځ له مخې ارزوي. "
هغه وویل چې پدې لیدنه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر تهدیدونو، ددې هیواد نه د امریکايي وګړو، د امریکا همکارو افغانانو او بهرنیو وګړو د تخلیې په مسئلې هم خبرې وشوې.
پدې غونډه کې د امریکا د استخباراتو جګپوړو استازو هم ګډون درلود.
هغه دا پوښتنه چې ایا طالبان به د داعش ترهګرې ډلې د خراسان د ډلې پر خلاف په مبارزه کې د امریکا سره مرسته او همکاري وکړي او که نه ؟ غوڅ ځواب ورنکړ.
هغه وویل چې پدې مسئله کې ګډې ګټې د بحث وړ دي. داعش ترهګره ډله په کومه اندازه چې د امریکا او متحدینو لپاره يي ستر ګواښ دی په همدې اندازه پخپله د طالبانو لپاره هم ستر ګواښ دی.