په سویډن کې چاودنه شوې ده

د سویډن د ګوتنبرګ په ښار کې چاودنه شوې

1711570
په سویډن کې چاودنه شوې ده

د سویډن د ګوتنبرګ په ښار کې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه ټپیان شوي‌ دي.

د سویډن امنیتي‌ مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې ددې هیواد په دویم تر ټولو لوی ښار کې  د نامعلوم لامل له امله چاودنه شوې ده .

د یاد شوي‌ ښار د پولیسو ویاند مارتین هالبرګ د سویډن دولتي‌ تلویزیون سره په مرکه کې ویلي‌ دي‌ چې چاودنه په ځايي وخت د سهار په ۴ بجو او ۴۸ دقیقو رامنځته شوې ده .

چاودنه د انادال په سیمه کې په یوې ودانۍ کې رامنځته شوې ده .

د چاودنې نه وروسته ستره اورلګیدنه رامنځته شوه چې سمدلاسه د اور وژنې ډلې سیمې ته راورسیدې.

اورلګیدنه يي مړه کړې ده . په پيښه کې ۱۶ تنه ټپیان شوي‌ دي‌ چې ټول د تداوۍ په موخه روغتون ته انتقال شوي‌ دي.

د پيښې لامل معلوم ندی خو په اړه يي تحقیقات پيل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه