امریکا په افغانستان کې د عملیاتو لپاره د روسیې نه د پوځي‌ هډې غوښتنه کړې

امریکا د روسیې نه د پوځي‌ هډې د غوښتو ادعاء شوې ده

1711274
امریکا په افغانستان کې د عملیاتو لپاره د روسیې نه د پوځي‌ هډې غوښتنه کړې

امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې د عملیاتو لپاره د روسیې نه د افغانستان پولې ته نږدې د یوې پوځي‌ هډې غوښتنه کړې ده .

د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز ستر جنرال مارک میلي‌ تیره اونۍ د روسیې د لوی درستیز ستر جنرال والري ګراسیموف  سره په لیدنه کې په افغانستان کې د عملیاتو لپاره د افغانستان سره په پوله کې د یوې پوځي‌ هډې غوښتنه کړې ده .

امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو نه وروسته پدې هیواد کې د ترهګرۍ پر خلاف د عملیاتو لپاره د پاکستان په ګډون د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو نه د پوځې هډې غوښتنه کړې ده خو تر اوسه پورې هیڅکوم هیواد ورته مثبت ځواب ندی ورکړی.

د بله پلوه داسې ادعاء شوې ده چې امریکا په افغانستان کې د عملیاتو لپاره د روسیې نه د افغانستان سره په پوله کې د یوې پوځي‌ هډې غوښتنه کړې ده .

تیره اونۍ د امریکا لوی درستیز مارک میلي د روسیې د لوی درستیز والري ګراسیموف سره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتو  او یو زیات شمیر نورو مهمو مسئلو خبرې وکړې.

د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې  د بعضو امریکايي چارواکیو له قوله لیکلي دي‌ چې د امریکا لوی درستیز د روسیې نه د افغانستان سره په پوله کې د پوځي‌ هډې غوښتنه کړې ده .د روسیې لوی درستیز د مسئلې په اړه کوم ځواب ندی ورکړی  او مسئله يي د ولسمشر پوتین سره شریکه کړې ده .

د امریکا لوی درستیز او دفاع وزارت د مسئلې په اړه تر اوسه پورې څه ندي‌ ویلي.



اړوند خبرونه