په جرمني‌ کې د پارلماني‌ ټاکنو ابتدايي رسمي‌ پایلې اعلان شوې

په جرمني‌ کې سوسیال ډیموکراټ ګوند پارلماني‌ ټاکنې وګټلې

1710830
په جرمني‌ کې د پارلماني‌ ټاکنو ابتدايي رسمي‌ پایلې اعلان شوې

 په جرمني‌ کې د پارلماني‌ ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې.

د اعلان شوو ابتدايي پایلو له مخې ددې هیواد سوسیال ډیموکراټ ګوند د  ۲۵ عشاریه ۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره ټاکنې ګټلي‌ دي.

همداشان د مسیحیانو متحد ګوندونو بیا د ۲۴ عشاریه یو سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په دویم مقام کې ځای نیولی دی.

د جرمني‌ د ټاکنو فدرال ادارې د تیرې ورځې د پارلماني‌ ټاکنو ابتدايي رسمي‌ پایلې اعلان کړې.

د اعلان شوو پایلو له مخې سوسیال ډیموکراټ ګوند چې  مالیې وزیر  اولاف شولز  چې لومړي‌ وزیر په توګه نوماند کړی وو د ۲۵ عشاریه ۷  سلنه رایو په ترلاسه کولو سره ټاکنې ګټلي‌ دي.

همداشان د مسیحیانو متحد ګوندونو چې د مسیحیانو ډیموکراټ متحد ګوند مشر ارمین لاشیت د لومړي‌ وزیر په توګه نوماند ښودلی وو ۲۴ عشاریه یو سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په دویم مقام کې ځای نیولی دی.

د ابتدايي رسمي‌ پایلو له مخې د ګوندونو لخوا د ترلاسه شوو رایو په مقیاس په پارلمان کې د څوکۍ ویش په لاندې ډول دی.

سوسیال ډیموکراټ ګوند ۲۰۶ څوکۍ.

د مسیحیانو متحد ګوندونه  ۱۹۶ څوکۍ .

زرغون ګوند ۱۱۸ څوکۍ.

ازاده ډیموکراټانو ګوند ۹۲ څوکۍ .

د جرمني‌ لپاره بدیل ګوند ۸۳ څوکۍ.

کین ګوندونو ۳۹ څوکۍ.

د جرمني‌ د ټاکنو د فدرال ادارې لخوا د اعلان شوو ابتدایي رسمي‌ پایلو نه وروسته د سوسیال ډیموکراټ ګوند د لومړي‌ وزیر نوماند اولاف شولز د بري‌ په وینا کې وویل چې " د ټاکنو پایلو ته په کتو سره داسې ښکاري‌ چې رای ورکوونکو زه د لومړي‌ وزیر په توګه ټاکلی یم. د روان کال تر پایه به د نوي‌ حکومت د انتخابولو او جوړولو لپاره به د خپل وس او توانه پورې نهايي کوښښ وکړم."

د ویلو ده چې د جرمني‌ د مسیحیانو متحد ګوندونو د دویمې نړۍوالې جګړې نه راپدیخوا د لومړي‌ ځل لپاره په ټاکنو کې پدې اندازه کمې رایې ترلاسه کړي‌ دي.

ددې ګوند مشر ارمین لاشیت وویل چې د ائتلافي‌ حکومت د جوړولو په خاطر به د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړي.

د ټاکنو د نهايي پایلو د اعلانیدو نه وروسته به د ائتلافي‌ دولت د جوړولو لپاره په هلو ځلو پيل وشي.

د ویلو ده چې د جرمني‌ د تیرې ورځې په پارلماني‌ ټاکنو کې نږدې ۶۰ میلیونه تنه رایې کارولي‌ دي.



اړوند خبرونه