د یونان د ګیرټ په ټابو کې د ریشتر په کچه د ۶ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوه
د یونان د ګیرټ په ټاپو کې زوروره زلزله رامنځته شوه
د یونان د ګیرټ په ټابو کې د ریشتر په کچه د ۶ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوه.
یونان اعلان کړی دی چې دا زلزله د سهار په ۹ بجو او ۱۷ دقیقو د ګیرت په ټاپو کې چې د پلازمینې اتن سویل ختیځ لوري ته په ۲۴۶ کیلومترۍ کې موقعیت لري رامنځته شوې ده .
د بله پلوه د امریکا د مځکپیژندنې ادارې د زلزلې شدت د ریشتر په کچه ۶ اعلان کړی دی او ویلي دي چې د هراکلیون د بندري ښار په ۲۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .
په زلزله کې تر اوسه پورې د یو تن د وژل کیدو او لږ تر لږه ۱۱ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. کیدای شي چې دا شمیره تغیر ومومي.
ویل کیږي یاد شوی ټاپو څلور ځلې زلزلې ولړزو چې تر ټولو قوي زلزله يي د ریشتر په کچه ۶ وه.
ویل کیږي دا زلزله په ترکیه کې د ایژې په سیمه کې هم احساس شوې ده .
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی