په امریکا کې ریل ګاډی د پلټۍ نه د وتو سره ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا متحده د مونتانا په ایالت کې یو مساپر وړونکی ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو سره ګډون شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1710480
په امریکا کې ریل ګاډی د پلټۍ نه د وتو سره ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د مونتانا د ایالت اړوند د لیبرتي د ښار پولیسو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي چې  د یاد شوي‌ ایالت په شمالي‌ مرکزي‌ سیمو کې یو ریل ګاډی چې د شیکاګو او سیټل د ایالتونو ترمنځه سفر کولو د پټلۍ نه وتلی دی چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ګن شمیر مساپر ټپیان شوي‌‌ دي.

د امټرک په نامه د امریکا ریل ګاډو شرکت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې ددوې یو ریل ګاډي‌  د مازیګر د څلورو بجو په شاوخوا کې د مونتانا ایالت اړوند د ژابلین   کوچني‌ ښار  ته نږدې چې د کاناډا سره په پوله کې پروت دی رامنځته شوې ده .

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې په ریل ګاډي کې ۱۴۶ تنو مساپرو او ۱۶ تنو هم  خدمې شتون درلود.

پدې پیښه کې ګن شمیر ټپیان شوي‌ دي‌ خو دقیقه شمیره يي معلومه نده.



اړوند خبرونه