په امریکا کې په یو سوپرمارکیټ وسله وال برید شوی

په امریکا کې په سوپر مارکیټ د وسله وال برید په نتیجه کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

1710107
په امریکا کې په یو سوپرمارکیټ وسله وال برید شوی

په امریکا متحده ایالتونو کې په یو سوپر مارکیټ خونړی وسله وال برید شوی دی.

د امریکا  ټینیسي‌  په ایالت کې په یو سوپر مارکیټ وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲ تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي‌ دي .

د ټینیسي‌ ایالت پولیسو ویلي‌ دي‌ چې کالیرویل په ښار کې په ځايي وخت  د یوې نیمې بجې په شاوخوا کې رامنځته شوې ده .

برید کوونکي‌ په سوپر مارکیټ د برید نه وروسته د پيښې په ځای ځان وژلی دی. پدې پيښه کې ۱۴ تنه ټپیان شوي‌ دي‌ چې د ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی.

د برید کوونکي‌ هویت او د برید د انګیزې په اړه څه ندي‌ ویل شوي.

پولیسو د پيښې په اړه د تحقیقاتو د پيلولو نه خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه