په روسیه کې یوې الوتکې سقوط کړی دی.

په روسیه کې یوې انتونوف ډوله ټرانسپورتي‌ الوتکې سقوط کړی

1709641
په روسیه کې یوې الوتکې سقوط کړی دی.

 

د روسیې د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي‌ دي‌ چې  یوه ټرانسپورتي‌ الوتکه چې تیره ورځ د رادار سره اړیکې پرې شوې وې سقوط‌ کړی دی.

الوتکې  د روسیې په ختیځو برخو کې سقوط کړی دی. پدې پيښه کې په الوتکه کې سپرو ۶ تنو ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بله پلوه د روسیې د تاس خبري‌ اژانس ویلي‌ دي چې دا الوتکه د یو شرکت اړوند وه چې د روسیې د هوايي ډګرونو تخنیکی‌ او فني‌ چارې پر مخ وړي. دا الوتکه ۴۲ کلنه وه او تیره ورځ د رادار سره اړیکه پرې شوې وه.

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت نن اعلان وکړ چې د سقوط شوې آنتونوف ۲۶ ای ان ډوله الوتکې نښې او نښانې موندل شوي‌ دي. الوتکه د جغرافیوي‌ پلوه په یوه ډیرې ستونزمندې سیمه کې غورځیدلې ده . د ژغورنې ډلې د مځکې له لارې د پيښې ځای ته د رسیدو هڅه کوي.

پداسې حال کې چې د الوتکې د خدمې د برخلیک په اړه معلومات نشته خو د روسیې د بیړنیو حالاتو د وزارت یو تن چارواکی‌ انټرفکس خبري‌ اژانس ته ویلي‌ دي‌ چې لومړني‌ تحقیقات ښايي چې پدې پيښه کې هیڅوک ژوندی ندی پاتې.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کلونو کې په روسیه کې د هوايي خدماتو ستندردونه ډیر لوړ شوي دي‌ خو بیا هم پدې هیواد کې د پخوانیو او زړو الوتکو سقوط کومه د حیرانتیا وړ خبره نده.



اړوند خبرونه