امریکا  د کابل د وروستي‌ برید په اړه تریخ اعتراف  وکړ

امریکا: په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي

1707455
امریکا  د کابل د وروستي‌ برید په اړه تریخ اعتراف  وکړ

امریکا  د کابل د وروستي‌ برید په اړه تریخ اعتراف  وکړ. پدې برید کې وژل شوي‌ کسان ټول ملکي‌ وګړي‌ وو.

د امریکا د مرکزي‌ قوتونو قومندان ستر جنرال مک کینزي وویل چې امریکا متحده ایالتونو د د اګست په ۲۹ مه نیټه  د کابل د هوايي ډګر ترڅنګ په ترسره کړي‌ هوايي برید کې وژل شوي‌ لس تنه ټول ملکي‌ وګړي‌ وو. هغه ددې برید له امله د بښنې غوښتنه وکړه.

مک کینزي‌ د امریکايي ځواکونو لخوا د اګست په ۲۹ مه نیټه د کابل د هوايي ډګر ترڅنګ په یو کور د ترسره کړي‌ برید په اړه د تر سره شوو تحقیقاتو نتیجه اعلان کړه.

مک کینزي‌ چې په پنټاګون کې په جوړه شوې خبري‌ غونډه کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون کړی وو ، د اګست د ۲۹ د برید په اړه تحقیقات پایته رسیدلي‌ دي. د تحقیقاتو د پایلو له مخې پدې برید کې وژل شوي‌ ټول ملکي‌ وګړي‌ وو . پدې برید کې د ۷ تنو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه وویل چې په څیړونو کې دا معلومه شوې ده چې په پیښه کې وژل شوو کسانو او هغه موټر چې برید پرې شوی وو د داعش ترهګرې ډلې سره هیڅډول تړاو نه درلود او یا د امریکايي ځواکونو لپاره يي هیڅډول کوم ګواښ‌ هم نه وو مخامخ کړی.

هغه وویل چې ددې پيښې د قربانیانو د کورنۍ نه د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو.

دا برید د کابل نه د تخلیې د عملیاتو پر مهال شوی دی . هغه وویل چې زه د امریکايي ځواکونو د قومندان په صفت ددې برید ټول مسئولیت په غاړه اخلم. زه د زړه د تل نه د بښنې غوښتنه کوم . 



اړوند خبرونه