فرانسې د امریکا او استرالیا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

د فرانسې او امریکا ترمنځه بحران د لویدو پر لورې روان دی

1707472
فرانسې د امریکا او استرالیا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

فرانسې د امریکا او استرالیا نه خپل سفیران هیواد ته راوغوښتل.

اسرالیا د فرانسې سره د تحت البحري  کښتیو د پروژه د لغوه کولو او د امریکا نه د تحت البحري  کښتیو رانیولو د فرانسې ډیر سخت غبرګون پارولی دی.

فرانسې د دې پرمختګ نه وروسته د واشنګټن او کانبیرا نه خپل سفیران هیواد ته راوغوښتل. 

د فرانسې  بهرنیو چارو وزیر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ولسمشر امانویل ماکرون په هدایت په  واشنګټن او کانبیرا کې د فرانسې سفیران د سلا مشورو په موخه په ډیره عاجله توګه هیواد ته راوغوښتل شوي  دي.

ددې استثنايي پریکړې لامل د سپټمبر په ۱۵ مه نیټه د امریکا او استرالیا لخوا خپره شوې ګډه اعلامیه ده.

په بیان کې راغلي  دي چې استرالیا د ۲۰۱۶ کال راهیسې د اقیانوس صنف تحت البحري  کښتیو په اړه د فرانسې سره د روانې همکارۍ نه جلا کیدل او پروژه لغوه کول او د امریکا سره د اټومي  انرژۍ د تحت البحري کښتیو په پروژه کې ګډون کول او شراکت پیلول د متحدینو او متفقینو ترمنځه د منلو وړ چلند او اقدام ندی. دا مسئله به زمونږ ترمنځه په شراکت،

اتفاق  او د هند پسیفیک په سیمه کې زمونږ پر اړیکو ډیرې منفي  اغیزې وکړي.

د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن ، د انګلستان لومړي  وزیر بوریس جانسن او د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسون د سپټمبر په ۱۶ مه نیټه د ویدیو کنفرانس له لارې په جوړه کړې خبري غونډه کې د درې واړو هیوادونو ترمنځه د اکوس په نامه د نوي امنیتي همکاریو د تړون نه خبر ورکړ. ددې امنیتي همکاریو په چوکاټ کې به امریکا، انګلستان او استرالیا د اټومي انرژۍ تحت البحري کښتیو د ټکنالوژۍ په خپلو منځونو کې د شریکولو پریکړه اعلان کړه.

همداشان استرالیا اعلان وکړ چې د اکوس تړون د نافذیدو سره د فرانسې سره د تعرضي  تحت البحري کښتیو پروژه چې په پیل کې بیه ۴۳ میلیارده وه  او وروسته ۹۰ میلیارده ډالرو ته لوړه شوه  لغوه کړه.

 



اړوند خبرونه