ماکرون : د طالبانو په مسئله کې به د ډیر دقت نه کار واخلو

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون وویل چې د ترهګرو سازمانونو سره د طالبانو د اړیکو په مسئله کې به د ډیر دقت نه کار واخلو ځکه چې  دا خبره زمونږ د امنیت لپاره ډیره مهمه ده.

1707027
ماکرون : د طالبانو په مسئله کې به د ډیر دقت نه کار واخلو

 

د فرانسې ولسمشر ماکرون دا څرګندونې د جرمني‌ د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره په پاریس کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د لیدنې نه مخکې په ګډه خبري‌ غونډه کې وکړې.

هغه وویل چې د میرمن مرکل سره به پدې لیدنه کې د نړۍوالې اجنډا او افغانستان د وروستي‌ وضعیت په اړه بحث او تبادل د نظر وکړو.

هغه وویل چې د هغه افغانانو چې په افغانستان کې ژوند د خطر سره مخامخ دی د تخلیه کولو ، اړینو کسانو ته د مرستو رسولو او د افغانستان ګاونډیو هیوادونو سره چې د افغانانو کوربه توب کوي‌ د مرستې کولو په برخه کې به لا زیاته هڅه وکړو.

هغه د ترهګرو سازمانونو سره د طالبانو د اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې پدې مسئله کې به د ډیر دقت نه کار واخلو . ځکه چې دا مسئله زمونږ د امنیت لپاره ډیره مهمه ده.

ماکرون وویل چې د میرمن مرکل سره به د لیبیا، اوکراین، ایران، بیلاروس او افریقا په مسئلو هم خبرې وکړو.

د جرمني‌ لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل وویل چې  د افغانستان په اړه دم ګړۍ تر ټولو مهمه مسئله د افغانستان نه د هغه افغانانو د تخلیې مسئله ده چې ژوند يي د خطر سره مخامخ دی. ددې کسانو د تخلیې د څرنګتیا په اړه به خبرې وکړو.

همداشان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو سره چې د افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده هم باید مرسته وشي. پدې به هم خبرې وکړو.



اړوند خبرونه