په مقدونیا کې په روغتون کې اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده

د شمالي‌ مقدونیا په شمال لویدیځ کې  په کالکان دیلین په ښار کې  په روغتون کې اور لګیدنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1704997
په مقدونیا کې په روغتون کې اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده

 

د شمالي‌ مقدونیا د روغتیا وزارت ویلي‌ دي‌ چې تیره شپه د کالکان دیلین په ښار کې د کرونا ویروس د تداوۍ په یو روغتون کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له امله ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې تر اوسه پورې پدې پیښه کې لږ تر لږه د لسو تنو د وژل کیدو او ګن شمیر کسانو د ټپي‌ کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

همداشان کیدای شي‌ چې د مړو شمیره لوړه شي.

په بیان کې ویل شوي‌ دي‌ چې  اورلګیدنه تر کنټرول لاندې راغلې ده . د پيښې ټپیان د درملنې په موخه پلازمینې اوسکوپ‌ ته انتقال شوي‌ دي.

د بله پلوه د شمالي‌ مقدونیا لومړي‌ وزیر زوران زایف د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ددې پيښې نه د یوې سترې ستراتیژیدۍ په توګه یادونه کړې ده.

هغه ویلي دي‌ چې د اورلګیدنې په نتیجه کې په روغتون کې چاودنه هم شوې ده . اورلګیدنه مړه شوې ده چې یو زیات شمیر کسانو ژوند يي هم واخیست.

لومړي‌ وزیر ددې پيښې قربانیانو کورنیو ته تسلیت او ډاډګیرنه وړاندې کړې ده . د ټپيانو لپاره یي د عاجلې شفا‌ء غوښتنه کړې ده .



اړوند خبرونه