امریکا متحده ایالتونو د طالبانو لخوا د اعلان شوې کابینې په اړه غبرګون وښود.
د طالبانو لخوا د اعلان شوي کابینې په اړه د امریکا سخت غبرګون
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره د طالبانو لخوا د اعلان شوي کابینې د ترکیب په اړه اندیښنه ښودلې ده.
په بیان کې راغلي دي چې د طالبانو لخوا اعلان شوې کابینه یواځې د طالبانو نه جوړه ده او ښځو او نورو ډلو ته پکې ونډه نده ورکړ شوې .
په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د افغانستان خلک د یو ټولشموله دولت لیاقت لري.
امریکا به د طالبانو لخوا د هغوې د کړنو او اقداماتو له مخې قضاوت وکړي.
د بله پلوه د امریکا ولسمشر جو بایدن وویل پوره باور لري چې چین د طالبانو سره د جوړجاړي په هڅه کې دی.
بایدن د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا داسې کومه اندیښنه لرۍ چې چین به د طالبان تمویل کړي؟ وویل ، چین د طالبانو سره ریښیتینې ستونزې لري. خو زه ډاډه یم چې چین هم لکه د پاکستان، روسیې او ایران په څیر غواړي چې د طالبانو سره خپل اختلافات حل کړي . دوی ټول اوس هڅه کوي چې پدې ځانونه پوه کړي چې طالبان څه کوي؟
هغه وویل چې امریکا او د هغه ۷ متحدیدینو یعنې د جي ۷ سازمان غړیو طالبانو ته په ګډه د ځواب ورکولو او پدې برخه کې د همغږۍ پریکړه کړې ده . هغه وویل چې واشنګټن په امریکا کې د افغانستان شتمني او زیرمې کنګل کړي دي تر څو طالبان ورته لاس رسی ونشي کولی. دا زیرمې د نیویارک فدرال زیرمو لخوا ساتل کیږي.
هغه وویل چې دا زیرمې به تر هغه کنګل وي چې تر څو دوی د طالبانو لخوا نړۍوالو حقوقو او د ښځو حقونو ته د درناوي کولو په برخه کې پوره ډاډ ترلاسه کړی نوي.
د بله پلوه یو زیات شمیر اقتصادي کارپوهان پدې اند دي که چیرې چین او روسیې په څیر هیوادونه د طالبانو نه اقتصادي ملاتړ وکړي دوې به هم جدي ستونزو سره مخامخ شي.
د ویلو ده چې طالبانو چې ویلي وو یو ټولشموله او پراخه بڼسټه حکومت به اعلان کړي له بده مرغه چې دا کار ونکړ.
طالبانو تیره ورځ د سرپرست حکومت کابینه اعلان کړه چې پخپله د طالبانو نه پرته بل هیچا ته پکې ونډه نده ورکړې.