بایدن د افغانستان شل کلن اشغال د پایته رسولو نه وروسته د لومړي‌ ځل لپاره ملت ته په خطاب کې وینا وکړه

د امریکا متحده ایالتونو جو بایدن د امریکا لخوا د افغانستان د شل کلن اشغال د پایته رسولو نه وروسته نن خپل ملت ته په خطاب کې وینا وکړه.

1700421
بایدن د افغانستان شل کلن اشغال د پایته رسولو نه وروسته د لومړي‌ ځل لپاره ملت ته په خطاب کې وینا وکړه

د امریکا متحده ایالتونو جو بایدن د امریکا لخوا د افغانستان د شل کلن اشغال د پایته رسولو نه وروسته نن خپل ملت ته په خطاب کې وینا وکړه.

هغه وویل چې امریکا   تیره شپه امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه پایته رسوله. دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه.

همداشان امریکا په خپل تاریخ کې د هوايي  لارو څخه د تخلیې تر ټولو ستر عملیات ترسره کړل.

هغه وویل چې ۲۰ تنه سرتیري‌ مو ټپیان او ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ. دا عملیات زمونږ د مسلکي‌ ډیپلوماټانو، استخباراتو او پوځ په قوي‌ هماهنګۍ سره ترسره شول.

دفاع وزیر، لوی درستیز او قوتونو قومندانانو وویل چې د افغانستان نه د امریکايي وګړو او د هغوې د افغان ملګرو په امن او خوندي‌ توګه د تخلیې تر ټولو ښه لاره د افغانستان نه وتل دي‌ چې مونږ هم همداسې وکړل.

بایدن وویل چې د اپریل په میاشت کې ددې جګړې د ختمولو پریکړه وکړه. مونږ ګمان کولو چې د افغانستان څه باندې ۳۰۰ زره کسیزه پوځ به د طالبانو پر خلاف جدي‌ مبارزه وکړي‌ خو زمونږ دا آټکل غلط  وو. بیا هم مونږ خپل پوځ ته دې وضعیت ته د اماده ګې نیولو امر وکړ.

هغوې د افغانستان د خلکو سره په ګډه ددې هیواد د سقوط ننداره کوله . سره ددې چې ددې هیواد ولسمشر وتښتید خو بیا هم مونږ اماده ګي‌ نیوله.

همداشان د افغانستان نه د امریکايي وګړو، پرسونل ، پوځیانو او زمونږ د افغان همکارانو د تخلیې په خاطر ۶۰۰۰ زره تنه پوځیان افغانستان ته لیږولو ته اجازه ورکړه.

همداشان د مارچ د میاشتې راهیسې په افغانستان کې د میشتو امریکايي وګړو سره مو ۱۹ ځلې اړیکه ټینګه کړې ده او د هغوې نه مو د افغانستان نه د وتو په خاطر غوښتنه وکړه. هغوې  ته مو خبرداری ورکړ او ورته مو وویل چې مونږ غواړو ستاسې سره د افغانستان نه د وتو په برخه کې همکاري‌ وکړو.

همداشان په افغانستان کې میشتو څه باندې ۵ زرو امریکايي وګړو چې ددینه مخکې نه غوښتل چې د افغانستان نه ووځي‌ خو د حالاتو د بدلیدو له امله يي د وتو غوښتنه وکړه. مونږ څه باندې ۵۵۰۰ تنه امریکايي وګړي‌ د افغانستان نه تخلیه کړل. خپل ځايي کارکوونکې او د هغوې کورنۍ مو وژغورلې . په زرګونو تنه ژباړونکې او د هغوې کورنۍ مو د افغانستان نه وویستلې.

د امریکا د پوځ نارینه او ښځینه سرتیرو د خپل سر په بدل کې پدې عملیاتو کې ګډون وکړ.

بایدن وویل چې دا عملیات په اصل کې د مرحمت عملیات وو. همداشان په بریالي‌ توګه ددې عملیاتو د بشپړیدو په برخه کې مونږ د هغوې پوروړي‌ یو.

مونږ د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو نیټه د اګست ۳۱ مه نيټه وټاکله .

د ملي‌ امنیت د شورا د ډلې سره مو د افغانستان په اړه بحث وکړ او هر د هغوې نه مو هر ډول سناریو او پلان ته د ځان د اماده کولو غوښتنه وکړه.

مونږ غوښتل چې دا شل کلن پوځي‌ ماموریت په ډیره ښه توګه سرته ورسو خو  ونشو. ځیني‌ غیرې منتظره پيپښې رامنځته شوې.

د طالبانو پرمختګ په اصل کې هم مونږ او هم زمونږ متحدیدینو لپاره ستونزې  او خنډونه رامنځته کول.

بایدن وویل چې هغه کسانو چې غوښتل د افغانستان نه ووځي‌ هغوې ووتل. هغه چا چې غوښتل پاتې شي  د هغوې د ویستو لپاره غوڅه نیټه نشو ویلی.

خو هغوې چې کله وغواړي‌ چې د افغانستان نه وتلی شي.

د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا پدې اړه پریکړه وکړه او طالبانو ته غوڅ پيغام ورکړ. مونږ د طالبانو نه د خپلو مسئولیتونو او مکلفیتونو د پر ځای کولو تمه کوو.

هغه وویل چې مونږ به د سلو هیوادونو سره په ګډه د افغانستان نه د بهرنیو وګړو او د هغوې همکارو افغانانو خوندي‌ وتو په برخه کې په کړو ژمنو د عمل کولو په خاطر کار وکړو.

هغه څوک چې غواړي ووځي‌ هغوې ته دې اجازه ورکړ شي‌ تر څو اړینو افغانانو ته  مرستې ورسول شي.

هغوې وویل چې د اګست په ۳۱ مه نیټه د افغانستان نه وتل کومه جبري او زور خبره نوه بلکې مونږ غوښتل چې هر څه ژر د امریکا خلک ددې مسئلې نه وژغورو.

بایدن وویل کله چې واک ته ورسید پخواني‌ ولسمشر ټرمپ‌ د طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی وو. د مې تر لومړۍ نیټې د افغانستان نه د وتو ژمنه کړې وه. مونږ ددې نیټې د غځولو په خاطر د طالبانو سره تفاهم وکړ. که چیرې مونږ دا تفاهم  نوی کړی مجبور وو چې په زرګونو تنه سرتیري‌ مو افغانستان ته لیږلي‌ وی او جګړه مو له سره تازه کړي‌ وی.

خو مونږ دا ونکړ او ددې هیواد نه وتلو ته مو ترجیح ورکړه. طالبانو سره مو تفاهم وکړ چې هغوې به پر امریکايي ځواکونو برید نکوي.

هغه وویل چې ددې اوږدې جګړې د ختمولو وخت رارسیدلی وو. افغانستان ته زمونږ د تګ موخه د ترهګرو پر خلاف مبارزه وه. د القاعدې مشر اسامه بن لادن له منځه وړل وو چې خپل ټولو موخو ته ورسیدو. هغه زیاته کړه چې له بده مرغه چې نن ورځ د ترهګرۍ لمن د افغانستان نه بهر یو زیات شمیر نور هیوادونو ته غځیدلې ده . داعش په سوریه او عراق کې ګواښونو ته دوام ورکوي. پدې هیواد کې له سره د خلافت د جوړولو په لټه کې دي.

هغه وویل چې ما نظر دادی چې دا چې زه د امریکا ولسمشر یم د امریکايي وګړو نه دفاع زما دنده ده.

هغه وویل چې په افغانستان او نورو هیوادونو کې به د ترهګرۍ پر خلاف مبارزې ته دوام ورکړو خو پدې ډول نه .

غواوم یوه خبره وکړه چې د ترهګرۍ پر خلاف زمونږ مبارزه پایته نده رسیدلې. ډیرې غښتلې او پياوړې ستراتیژي جوړو .

هغه وویل نن ورځ ترهګر هغه شل کاله پخواني‌ ترهګر ندي. ډیر تغیرات پکې راغلي‌ دي.

همداشان بایدن ځیني‌ اعترافات هم وکړل. هغه وویل چې په امریکا کې هره ورځ په جګړه کې معلول شوي‌ ۱۸ تنه ځان وژنه کوي. مونږ شل کاله کیږي‌ چې په افغانستان کې هره ورځ ۳۰۰ میلیونه ډالره په مصرف رسولې. ما نه غوښتل چې دې عبس مصارفاتو ته نور دوام ورکړم.

هغه وویل چې په افغانستان کې زمونږ موجودیت د چین او روسیې نه پرته بل چا ته ګټه نه کوله.

همداشان هغه داعش ترهګرې ډلې ته هم خبرداری ورکړ . هغه وویل چې د داعش سره د امریکا  مبارزه لا پایته رسیدلې نده.



اړوند خبرونه