جو بایدن داعش ترهګرې ډلې ته سخت خبرداری ورکړ

د کابل د تیرې ورځې د قتل عام نه وروسته د ولسمشر جو بایدن څرګندونې

1698106
جو بایدن داعش ترهګرې ډلې ته سخت خبرداری ورکړ

 د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن  د کابل په هوايي ډګر د تیرې ورځې خونړیو بریدونو نه وروسته د افغانستان پر ځايي‌ وخت د شپې په ۲ بجو په سپینه ماڼۍ کې خبري‌ غونډه کې ګډون وکړ.

هغه وویل چې پدې خونړیو بریدونو کې د امریکا ۱۲ تنه سرتیري‌ مړه او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي. همداشان یو شمیر افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا بریدونه د داعش ترهګرې ډلې د خراسان نومې څانګې کړي‌ دي. دا برید کوونکي‌ به هیڅوخت ونه بښو او دا بریدونه به هم هیر نکړو.

هغه وویل چې په مناسب خای او زمان کې به ورته ډیر سخت ځواب ورکړو.

بایدن په خپله وینا کې وویل چې یوه ډیره سخته ورځ ده. برید د داعش ترهګرې ډلې د خراسان نومې ډلې لخوا شوی دی او امریکايي سرتیرو هم مرګ ژوبله اړولې ده .

بایدن وویل چې د ورځې په اوږدو کې د دفاع وزیر  او په واشنګټن ، قطر او افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قومندانانو سره  د تماس په حال کې وم . د امریکا د اګست د ۱۴ نیټې نه راپدیخوا نږدې ۱۰۰ زره تنه تخلیه کړي‌ او د افغانستان نه راویستلی‌ دي.

بایدن وویل چې زمونږ اتلو او قهرمانو سرتیرو د خپل هیواد د ارزښتونو په لاره کې خپل ژوند د لاسه ورکړ. زه ددوې درد او غم په زړه کې احساس کوم. ددې بریدونو ترسره کوونکو  او هغه کسانو ته چې غواړي‌ امریکا ته ضرر ورسوي‌ زما پيغام دادی چې  پدې ځان ډیر ښه پوه کړۍ چې مونږ دا بریدونه هیڅکله نه هیرو او نه هم تاسې بښو.

هغه وویل چې  داسې استخبارات مو ترلاسه کړي‌ وو چې داعش ترهګره ډله د کابل د هوايي ډګر په مخکې پر بې ګناه خلکو بریدونه کوي. د همدې امله مونږ د افغانستان نه د امریکايي‌ وګړو، پرسونل او امریکايي ځواکونو او د هغوې د افغان همکارانو د تخلیې په اړه ماموریت د اګست تر ۳۱ نیټې د بشپړولو پریکړه وکړه.

بایدن وویل چې د افغانستان نه به د تخلیې عملیات دوام وکړي. مونږ به هیڅوخت ترهګرو ته اجازه ورنکړو چې زمونږ د اهدافو  او یا ماموریتونو مخه ونیسي.

هغه وویل چې د امریکا د پوځ قومندانانو ته مو د داعش ترهګرې ډلې په کلیدي‌ کسانو، پټنځایونو او مرکزونو د برید کولو لپاره امر ورکړ. په مناسب وخت او زمان کې به دې ترهګرې ډلې ته به ډیر سخت او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو.

هغه وویل غواړم ووایم چې داعش په هیڅوخت بریالۍ نشي. امریکا به ددوې د شر نه وژغورو. مونږ بد افغانستان نه د خپلو افغان همکارانو د راویستو مسئلې ته ژمن یو.

هغه وویل چې د اګست د ۳۱ نیټې نه وروسته به هم د هغه افغانانو لپاره چې غواړي‌ د هیواد نه ووځي‌ نوې لارې او چارې ولټو.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د کابل د هوايي ډګر او تخلیې د پروګرام د بهیر د امنیت نیولو په خاطر به اضافه ځواکونه افغانستان ته واستوۍ او که نه؟ وویل ، دم ګړۍ اضافه ځواکونو ته اړتیا نه لیدل کیږي. قومندانانو ته مې د داعش ترهګرې ډلې د مشرانو د موندولو امر ورکړی دی.

همداشان باید پر طالبانو د باور کولو په اړه د نیوکو په خواب کې وویل چې ، زه پر هغوې باور نکوم یواځې د متقابلو ګټو خبره ده. تر اوسه پورې مونږ د داعش ترهګرې ډلې سره د طالبانو د  هر ډول تړاو او اړیکو شاهدي‌ نده کړې او پدې اړه هیڅډول استخبارات هم شتون نلري.

همداشان باید د هغه نیوکې په ځواب کې چې امریکا د کابل نه د تخلیه کوونکو افغانانو لست طالبانو سره شریک کړی او دا خبره به ځیني‌ ستونزې وزیږوي ، وویل ، زمونږ پوځیان د طالب قومندانانو سره د تماس په حال کې دي . مونږ هغوې ته لست ندی ورکړی. یواځې طآلبانو ته وایو چې په بس کې او دې موټر کې سپرو دې کسانو ته هوايي ډګر ته د داخلیدو اجازه ورکړۍ.

همداشان هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې یپه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ویستو پدې موده کې د رامنځته شوې   ستونزو مسئولیت په غاړه اخلي او که نه ؟ وویل هو په غاړه يي‌ اخلم.

زه غواړم یو ځل بیا ووایم چې ددې وخت رارسیدلی دی چې نور دا جګړه ختمه کړو.



اړوند خبرونه