پنټاګون ویاند د کابل نه د تخلیې د عملیاتو وروستي معلومات د خبریالانو سره شریک کړل
امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو او وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کیبري د افغانستان نه د خپل پرسونل، امریکايي وګړو او د امریکايی ځواکونو د افغان همکارانو د تخلیې په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې د امریکا پوځ لخوا تخلیه کیدونکي افغانان د کابل هوايي ډګر د رارسولو په برخه کې باید طالبان زمونږ سره مرسته وکړي. پدې برخه کې د طالب قومندانانو او چارواکیو سره په دوامداره توګه د تماس په حال کې یو.
کیبري د امریکا د لوی درستیزوالۍ د سیمه ایزو عملیاتو د مشر تورنجنرال ویلیم هانک ټایلور سره پ ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
هغه د افغانستان نه د امریکايي پوځیانو او د هغوې د افغان همکارانو د تخلیې عملیاتو ته په اشارې سره وویل چې ، د تخلیې چارې د خپل ټول سرعت سره دوام لري. طالبان باید د هغه افغانانو چې د امریکايي ځواکونو لخوا تخلیه کیږي او زمونږ سره د همکارۍ په برخه کې کافي اسناد په لاس کې لري هوايي ډګر ته د راسولو په برخه کې مرسته وکړي. امریکا پډې اړه د طآلبانو قومندانانو او چارواکیو سره په دوامداره توګه د تماس په حال کې دی.
همداشان هغه وویل چې امریکايي ځواکونو تیره شپه ۲۰ تنه افغانان چې د تخلیې په پروګرام کې شامل ول د چورلکې په واسطه کابل هوايي ډګر ته راوستل. هغه ددې کسانو د هویت په اړه څه ونه ویل.
هغه د کابل د هوايي دګر د امنیت او مدیریت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " د کابل نه د ټولو امریکايي ځواکونو د ویستو نه وروسته نور مونږ هیڅډول مسئولیت په غاړه نه اخلو. ځکه چې زمونږ مسئولیت نه پاتې کیږي. همداشان هغه د کابل هوايي ډګر مسئولیت ترکیې ته د سپارولو د مسئلې په اړه پوښتنه ځواب نکړه.
د ویلو ده چې پرون د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبري غونډې ته وویل چې د اګست د ۳۱ مې نیټې نه وروسته به د کابل د هوايي ډګر د امنیت چارې پخپله طالبان په غاړه واخلي. هغه وویل چې پدې برخه کې بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نلرو.
د امریکا د لوی درستیزوالۍ د سیمه ایزو عملیاتو مشر جنرال ټایلور وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې د کابل نه څه باندې ۱۹ زره تنه تخلیه کړي دي. پدې ډول د کابل نه د تخلیه شوو کسانو شمیره د ۸۸ زرو تنو نه واوښته.
همداشان د کابل په هوايي ډګر کې لس زره تنه د تخلیې لپاره انتظار باسي.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر جو بایدن وویل چې د اګست تر ۳۱ نیټې نه د افغانستان نه ټول امریکايي ځواکونه او د هغوې افغان همکاران تخلیه کړو او دا پروګرام به بشپړ کړو.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.