بایدن : د اګست د ۱۴ نیټې راهیسې مو د افغانستان نه ۲۸ زره تنه امریکايي او افغان وګړي تخلیه کړي‌ دي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن وویل چې د کابل نه مو ۲۸ زره تنه تخلیه کړي‌ دي.

1695411
بایدن : د اګست د ۱۴ نیټې راهیسې مو د افغانستان نه ۲۸ زره تنه امریکايي او افغان وګړي تخلیه کړي‌ دي

 

بایدن  په سپینه ماڼۍ کې خبري‌ غونډې ته د افغانستان نه د امریکايي وګړو او د هغوې د افغان همکارانو د راویستو د روانو عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د اګست د ۱۴ مې نیټې نه راپدیخوا د کابل نه ۲۸ زره تنه راویستي‌ دي. په مخکې اوږده لار پرته ده. البته چې کمبودي‌ ګانې او خنډونه هم شتون لري او کیدای شي‌ چې ځینې مشکلات هم رامنځته شي.

بایدن وویل چې زمونږ د چارو په لومړیتوب کې د افغانستان نه د ټولو امریکايي وګړو د تخلیې مسئله شتون لري.

هغې د افغانستان نه د امریکايي وګړو او د هغوې د افغان همکارانو د راویستو په مسئله کې نیوکو ته په خواب کې وویل " پدې اندازه انسانانو چې تاسې په تلویزیونو کې  هم  ننداره کوۍ د تخلیې عملیات پرته د ځینو ناخوښو پيښو لکه ځاني‌ تلفاتو، زړه دردونکو پيښو ، درد او غم  ناممکنه دي. ځکه چې بله لار نشته. هلته په میدان د خلکو ډیر ستر هجوم دی."

هغه وویل چې د اګست د ۱۴ مې نیټې نه راپدیخوا مو ۲۸ زره تنه تخلیه کړي‌ دي. د جولای د میاشتې نه راپدیخوا بیا د تخلیه شوو کسانو شمیره د ۳۳ زرو تنو نه واوښته.

همداشان اوس هم  زمونږ په مخکې ډیره اوږده او سخته لار پرته ده.

بایدن زیاته کړه چې د تخلیې د پروګرام په اړه د قطر، جرمني، کویټ او اسپانیا په ګډون د یو زیات شمیر هیوادونو سره تړونونه لاسلیک شوي‌ دي.

تخلیه شوي‌ افغانان به لومړی پدې هیوادونو کې د امریکا پوځي‌ هډو ته راانتقال شي او دلته د امنیتي‌ تحقیقاتو د بشپړیدو نه وروسته به بیا امریکا ته انتقال کړی شي.

همداشان بایدن خبرداری ورکړ ، مونږ پدې ډیر ښه پوهیږو چې ترهګر  ددې مسئلې د استثمارولو په خاطر غواړي‌ چې پر معصومو او بې ګناه افغانانو او امریکايي عسکرو بریدونه وکړي او یا د بریدونو هڅه وکړي . مونږ هیله لرو چې د تخلیې پروګرام د اګست د میاشتې تر ۳۱ مې نیټې بشپړ کړو.

همداشان بایدن وویل چې د اړتیا په صورت کې کیدای شي‌ چې پر طالبانو د بندیزونو نه قوي‌ ملاتړ وکړو.



اړوند خبرونه