روسیه : طالبانو د اوزبیکستان او تاجکستان سره په پوله کې پرتې ټولې سیمې نیولي دي
روسیه : د طالبانو لخوا د اوزبیکستان او تاجکستان د ټولو پولو د نیولو له امله ګواښونه ډیر شوي دي
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وویل چې طالبانو په افغانستان کې د اوزبیکستان او تاجکستان سره ګډې پولې نیولي دي.
شویګو دا څرګندونې په پلازمینه مسکو کې جوړې شوې یوې غونډې ته وکړې.
هغه دلته د افغانستان په اړه وویل چې " طالبان په افغانستان کې پرمختګ ته دوام ورکوي. طالبانو په افغانستان کې د اوزبیکستان او تاجکستان سره ګډې پولې نیولي دي. طالبانو د کندوز ولایت چې ډیر زیات مهم موقعیت لري نیولی دی. یو زیات شمیر نور شمالي ولایتونه يي هم نیولي دي. "
هغه وویل چې د افغانستان نه د نشه يي توکو قاچاق او ترهګر د تاجکستان ، قیرغیزستان او اوزبیکستان له لارې روسیې ته د راتیریدو ګواښونه د هر وخت نه ډیر شوي دي.
هغه وویل چې د ډله ایز امنیت تړون سازمان غړي هیوادونه باید ددې تهدیداتو د دفع کولو په خاطر پوره چمتوالی ولري.
هغه زیاته کړه سره ددې چې د طالبانو مشران په ټینګار وايي چې د سیمې هیوادونو ته به هیڅډول ګواښ مخامخ نکړي خو بیا تاجکستان او اوزبیکستان ځواکونه باید هر ډول احتمالونو لپاره چمتوالی ولري. روسیه به هم پدې اړه د هیڅډول مرستو نه ډډه ونکړي.
هغه وویل چې روسیې د تاجکستان او اوزبیکستان سره د افغانستان د پولو سره ګډو پوځي تطبیقاتو نه په یادونې سره وویل چې دا ډول تطبیقات به دوام وکړي