امریکا متحده ایالتونو د کالیفورونیا په ایالت کې  یوې چورلکې سقوط وکړ.

په امریکا کې د چورلکې د سقوط له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ

1683868
امریکا متحده ایالتونو د کالیفورونیا په ایالت کې  یوې چورلکې سقوط وکړ.

 

د امریکا د هوانوردۍ فدرال ادارې ویلي دي‌ چې د کالیفورونیا ایالت اړوند  د کولوسا په سیمه کې د یوې چورلکې د سقوط له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پيښه په ځايي‌ وخت د ماسپخین په یوه بجه او ۱۵ دقیقو رامنځته شوه.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې په چورلکه کې ۴ تنو شتون درلود چې ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کولوسا د سیمې د پولیسو مشر ځايي رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پدې پیښه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. د مړو هویت تر اوسه پورې معلوم شوی دی.

هغه ویلي دي‌ چې د چورلکې د سقوط لامل معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پيل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه