ارمني‌ ځواکونو د اذربایجان د خواکونو پر موضع ګانو بریدونه کړي

ارمني‌ ځواکونو د نهچیوان په خودمختاره جمهوریت کې  د اذربایجان د ځواکونو په موضع ګانو برید کړی دی.

1683482
ارمني‌ ځواکونو د اذربایجان د خواکونو پر موضع ګانو بریدونه کړي

 

د اذربایجان د دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې ارمني ځواکونو د ویدي ولایت ارزدیان د کلي‌ په شاوخوا کې د خپلو موضع ګانو نه د نهچیوان خودمختار جمهوریت د صدریک  ولایت د حیدرآباد په کلي‌ کې د اذربایجان د ځواکونو پر موضع ګانو په ځايي‌ وخت په ۳ بجو او ۴۵ دقیقو ډزې کړي‌ دي.

پدې برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی. اذربایجان ځواکونو هم د ارمني‌ ځواکونو پر موضع ګانو ځوابي‌ بریدونه کړي‌ دي.



اړوند خبرونه