د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان طالبانو ته خبرداری ورکړ

د امریکا د مرکزي قوتونو قومندان : د طالبانو لخوا د بریدونو د کچې د لوړولو په صورت کې به د افغان ځواکونو پر ملاتړ پر طالبانو هوايي بریدونو کچه لوړه کړو.

1680229
د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان طالبانو ته خبرداری ورکړ

امریکا متحده ایالتونو طالبانو ته خبرداری ورکړ. امریکا ویلي‌ دي‌ چې د طالبانو لخوا پر افغان ځواکونو د بریدونو د ډیریدو په صورت کې به د افغان ځواکونو پر ملاتړ پر طالبانو هوايي بریدونو کچه لوړه کړي.

د امریکا د مرکزي ځواکونو سینټکام قومندان ستر جنرال مک کینز تیره ورځ خبریالانو ته وویل چې ، امریکا په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو پر ملاتړ پر طالبانو بریدونه کړي‌ دي.

هغه وویل چې امریکا د تیرو څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو پر ملاتړ پر طالبانو د هوايي بریدونو کچه لوړه کړې ده.

هغه خبرداری ورکړ که چیرې طالبان بریدونو ته دوام ورکړي‌ په راتلوونکو اونیو کې به امریکا د افغان ځواکونو نه هوايي ملاتړ کچه لوړه کړي‌ او لا زیات بریدونه به پرې وکړي.

هغه وویل چې د اګست تر ۳۱ نیټې به د افغانستان نه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتو بهیر بشپړ شي. ددې نیټې نه وروسته د افغان ځواکونو نه لوژستیک ملاتړ ته دوام ورکړو.

هغه د طالبانو د بریدونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " افغان حکومت او افغان ځواکونو ته ډیرې سختې شپې او ورځې په انتظار کې دي خو افغان ځواکونه او حکومت د طالبانو پر خلاف د هیواد د دفاع وړتیا لري. همداشان دا خبره به په راتلوونکو ورځو او اونیو کې لا په ښه توګه معلومه شي."

د ویلو ده چې امریکا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو بهیر ۹۵ سلنه بشپړ کړی دی.



اړوند خبرونه