د کاناډا لومړي‌ وزیر جاستین ټروډو وویل چې په کاناډا کې اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ ته ځای نشته.

ټروډو : یو داسې کاناډا باید جوړه کړو چې هر سړی پکې یو بل ته درناوی ولري‌ او په یو بل پوره اعتماد ولري

1679044
د کاناډا لومړي‌ وزیر جاستین ټروډو وویل چې په کاناډا کې اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ ته ځای نشته.

 

په کاناډا کې د ټروډو د حکومت د یو زیات شمیر وزیرانو، رسمي‌ اداراتو د مسئولینو، مسلمانانو اړوند د مدني‌ او ملکي‌ سازمانونو او ټولنو استازو او د ټولنو د مختلفو اقشارو د استازو په ګډون د اسلام فوبیا ملي‌ سرمشریزه جوړه شوه.

دا سرمشریزه په انلاین ډول جوړه شوې وه.

د کاناډا لومړي‌ وزیر ټروډو دې سرمشریزې ته په خپله وینا کې وویل " پدې مسئله کې باید ډیر قاطع عمل وکړو. په کاناډا کې اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ ته ځای نشته. خو دا هم حقیقت دی چې دا نفرت او کینه په یو ورځ د لمنځه تلوونکی یو شی ندی."

هغه وویل چې د مسلمانو ښځو نه د دفاع او ساتنې په برخه کې مونږ خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو او پدې برخه کې مو ځیني‌ غوڅې لارې انتخاب کړي دي. دا چې دا نفرت او کینه د چا لخوا رامنځته کیږي‌ او څه ډول رامنځته کیږي‌ رامنځته دې شي‌ خو مونږ يي په مقابل کې دریدو ته ژمن یو. زه غواړم چې پدې برخه کې خپله ژمنتیا یو ځل بیا اعلان کړم. .

د حکومت په توګه د جوماتونو او اسلامي‌ ټولنو د خوندیتوب په برخه کې سرمایه ګذارۍ ته دوام ورکوو.

همداشان مجازي‌ نړۍ کې د افراطیت ، تبعیض او تندلارۍ د مخنیوي په خاطر د ښي‌ اړخه افراطي ډلو د ناسمو تبلیغاتو  د مخنیوي‌ په خاطر د هغوې پر فعالیتونو بندیز لګوو.

په ګډه د یو داسې کاناډا د جوړولو لپاره کار کوو چې مسلمانو ښځو په ګډون هر برخې ښځو ته خلک درناوی وکړي. په یو بل اعتماد ولرو او د اعتماد فضا رامنځته کړو.

ترودو ددې خبرې په ټینګار وویل چې په کاڼآډا کې په سر کې مسلمانې میرمنې او د هرې ډلې او دینونو لارویانو ښځې باید په بازارونو، د سوداګرۍ مرکزونو، مارکیټونو ، لارو او سړکانو او هر ځای کې  باید په ډیره خوندي‌ توګه تګ راتګ وکړي. د ډار او بې اعتمادۍ فضا باید له منځه یوسو. حکومت پدې برخه کې لازم تدابیرو نیولو او لازمو ګامونو اوچتولو ته دوام ورکوي.



اړوند خبرونه