د چین په مرکزي‌ سیمو کې د ډیرو شدیدو بازارونو په نتیجه کې  سیلاونه راوتلي‌ دي.

په چین کې سیلاونو یو ښار د اوبو لاندې کړی دی

1678167
د چین په مرکزي‌ سیمو کې د ډیرو شدیدو بازارونو په نتیجه کې  سیلاونه راوتلي‌ دي.

 

د چین  د مرکزي‌ سیمو نه د هینان په ایالت کې د سیلاونو په نتیجه کې ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د چین رسمي‌ خبري‌ اژانس شینهوا د خبر له مخې ، د هینان ایالت اړوند د ژنګزو په ښار کې  د ډیر شدیدو بازارونو په نتیجه کې سیلاونه رامنځته شوي‌ دي.

د چا خبره ښار د اوبو لاندې شوی دی. د سیلاونو له امله لږ تر لږه ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

همداشان څه باندې ۱۰۰ زره تنه انسانان خوندي‌ سیمو ته تخلیه شو‌ي دي. په زرګونو تنه خلک د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي‌ دي.

د ژنګزو ښار ځايي مقاماتو ویلي دي‌ چې د سیلاونو کنټرول ډیره ګرانه خبره ده. د سیلاونو له امله د رامنخته شوي‌ طبعي‌ فلاکت کچه تر ټولو په لوړ ترینه کچه کې قرار لري.

ویل کیږي‌ د هینان ایالت کې د جولای د ۱۷ نیټې راهیسې په دوامداره توګه د بارارونو د اورښت له امله سیلاونو ته راوتي دي. د ښار مترو سیستم د اوبو لاندې شوی دی.



اړوند خبرونه