په جرمني‌ کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۸۱ تنو ته لوړه شوه

په جرمني‌ او بلجیم کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۹۰ تنو ته نږدې شوه

1676244
په جرمني‌ کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۸۱ تنو ته لوړه شوه

د جرمني‌ په لویدیځ کې راینلانډ فالتس او شمال کې په رین ویست فالیا په ایالتونو کې د زورورو بارانونو په نتیجه کې د راوتلو سیلاوونو له امله د مړو شمیره ۸۱ تنو ته لوړه شوه.

د جرمني‌ خبري‌ اژانس د راینلانډ فالټس د پولیسو د ویاند له قوله لیکلي دي‌ چې پدې ایالت کې د سیلاونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۵۰ تنو ته لوړه شوې ده .

همداشان د شمالي رین ویسټ فالیا په ایالت کې لږ تر لږه ۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بله پلوه د راینلانډ فالټس د ایالت  د هر وایلر د سیمې سیمه ایزو مقاماتو د سیلاونو له امله د ۱۳۰۰ تنو د لا درکه کیدو نه خبر ورکړی دی. په سیمه کې مخابراتي‌ شبکې فعالیت نکوي‌ او د سلګونو تنو سره اړیکې پرې شوي‌ دي.

د جرمني‌ په دواړو ایالتونو کې په یو زیات شمیر سیمه کې د سیلاونو له امله کورونه چپه شوي او جادې او سړکان د اوبو لاندې شوي‌ دي.

همداشان په بلجیم کې هم د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۱۲ تنو ته رسیدلې او ۵ تنه لا درکه شوي دي.



اړوند خبرونه