د سویلي افریقا پخوانی ولسمشر چې په ۱۵ میاشتو بند محکوم شوی وو ونیول شو

د وسویلي افریقا پخوانی ولسمشر یکوب زوما ونیول شو

1672003
د سویلي افریقا پخوانی ولسمشر  چې په ۱۵ میاشتو بند محکوم شوی وو ونیول شو

د سویلي  افریقا پخوانی ولسمشر یکوب زوما چې محکمې د سپکاوي په تور په ۱۵ میاشتې بند محکوم شوی وو ونیول شو.

د زوما خیریه ټولنې د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پخواني ولسمشر زوما زندان ته د تلو په خاطر ځان امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړی دی.

د سویلي  افریقا د اساسي قانون محکمې د پریکړې له مخې  پخوانی ولسمشر یکوب زوما باید د جولای په ۷ مه نيټه د شپې د ۱۲ بجو پورې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی وای چې ځان يي تسلیم کړ.

د سویلي افریقا پخواني ولسمشر یکوب زوما پر خلاف په محکمه کې د اداري فساد، بډو، فریب کارۍ، د مالیې نه تیښته او تورو پیسو د سپینولو په ګډون ۱۶ جلا جلا تورنه لګول شوي  او اقامه د دعوا شوې ده .

هغه د محکمې لخوا څو ځله د جلبولو سره سره محکمې ته د تګ نه ډډه کوله .

د زوما لخوا د محکمې د جلب د ردیدو نه وروسته  د ایالت د محکمې څیړنیز کمیسیون اساسي  قانون محکمې ته مراجعه وکړه او د زما پر خلاف يي شکایت وکړ.

د اساسي قانون محکمې بیا د جون په ۲۹ مه نيټه زوما د محکمې پریکړو ته د سپکاوي په تور په ۱۵ میاشتو بند محکوم کړ.

زوما د جولای په ۴ مه نيټه د هغه د کور ترڅیرمه راټولو شوو خپلو پیلویانو ته په وینا کې ویلي وو چې زندان ته د تګ  نه ویره نلري  خو پدې عمر کې زندان ته تګ هغه ته د مرګ په معنا دی.



اړوند خبرونه