په هالنډ کې په مشهور څیړونکې ژورنالست پیتر ار دي‌ فریس   وسله وال برید شوی دی.

د هالنډ په پلازمینه امستردام کې په مشهور ژورنالست پیتر وسله وال برید شوی

1671359
په هالنډ کې په مشهور څیړونکې ژورنالست پیتر ار دي‌ فریس   وسله وال برید شوی دی.

 

د هالنډ پولیسو ویلي دي‌ چې د پیتر روغتیايي وضعیت باریکه دی. پولیسو ددې برید په تړاو درې تنه نیولي‌ دي.

د هالنډ په مشهور ژورنالست پیتر په پلازمینه امستردام کې برید شوی دی. هغه د ډیر نږدې مصافې نه په سر ویشتل شوی دی.

عینې شاهدانو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي چې د برید پر مهال يي د ۵ ډزو غږونه واوریدل.

هالنډي‌ ژورنالست په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوی دی. روغتیايي حالت يي باریکه دی.

د هالنډ لومړي‌ وزیر روتي  ددې پيښې نه د شاک ورکوونکې پيښې په توګه یادونه کړې ده .

د ویلو ده چې د هالنډ مشهور څيړونکې ژورنالست ۶۳ کلن پیتر ار دي فریس په هیواد کې جرمي‌ سازمانونو پر خلاف د ترسره کړو تحقیقاتو او مهمو خبرونو د خپرولو سره ځانګړی شهرت درلود.

نوموړی ژورنالست په کراتو ګواښل شوی وو او حتا یو څه موده  لپاره يي د پولیسو لخوا امینت ساتل کیده.



اړوند خبرونه