په کاناډا کې د هوا ډیر زیات تودوخي‌ په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ

د کاناډا د برتش کولمبیا په ایالت کې د تیرې جمعې ورځ راهیسې ۲۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

1667055
په کاناډا کې د هوا ډیر زیات تودوخي‌ په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ

د کاناډا د برتش کولمبیا په ایالت کې د تیرې جمعې ورځې راهیسې ۲۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. چارواکي وايي ګمان کیږي‌ چې ډیری کسانو د هوا د ډیر زیات تودوخي‌ په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړی وي.

د کاناډا پولیسو ویلي‌ دي‌ چې په برتش کولمبیا ایالت کې د هوا د ډیر زیاتې تودوخي‌ له امله یواځې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پولیسو ویلي‌ دي چې هغه کسانو چې ژوند د لاسه ورکړی دی ډیری د پوخ عمر خاوندان دي.

د یاد شوي‌ ایالت پولیسو ویلي دي‌ چې د تیرې دوشنبې ورځې راهیسې پدې ایالت کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. سره ددې چې د نوموړو کسانو د مرګ اصلي‌ لامل معلوم ندی خو روغتیايي چارواکي‌ وايي چې په لوی احتمال چې دې کسانو د ډیرې زیاتې تودې هوا په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړی وي.

د ویلو ده چې د کاناډا د برتش کولمبیا ایالت په مرکزي برخو او البیرتا په بعضو سیمو کې تیره ورځ‌ د هوا د تودوخي‌ درجه ۴۷ عشاریه ۹ سانتي‌ ګراټ ته لوړه شوې ده. دا تودوخی د هیواد په تاریخ کې تر ننه پورې لیدل شوی ندی.

د کاناډا عدلي‌ طب ادارې ویلي‌ دي‌ چې د نوموړو مړو د مرګ لامل د معلومولو په اړه يي تحقیقات او معاینات پيل کړي‌ دي‌ خو لږ وخت ته اړتیا لري.

 د کاناډا د هوا پيژندونکو بیا ویلي‌ دي‌ چې په هیواد کې  د تودوخي‌ دا څپه بې سارې ده او په تیرو څو لسیزو کې لیدل شوې نده. هغوې دا هوا تودوخي‌ لامل د اقلیم بدلون ښودلی دی.

د نوموړي‌ هیواد د هوا پیژندنې ادارې ویلي‌ دي‌ چې د کاناډا په لویدیځو برخو کې د هوا د تودوخي‌ لوړه درجه پدې سیمه کې تر ننه پورې ثبت شوې تر ټولو لوړه د تودوخي‌ درجه ده.

همداشان هوا پیژندنې ادارې خبرداری ورکړی دی چې د هوا تودوخي‌ دا څپه به راتلوونکې څو ورځې نورې هم دوام وکړي.

د کاناډا روغتیايي مسئولینو خبرداری ورکړی دی چې  په ځانګړې توګه زاړه، ماشومان ، مزمن ناروغان او په ازاده فضا کې کارکوونکو ته تر ټولو ستر خطر مخامخ دی. نوموړي‌ کسان باید ددې تودې څپې نه وساتل شي.

همداشان چارواکیو پر هیوادوالو غږ کړی دی چې تر خپل وس او توانه پورې د لمر او کورنه وتو نه ډډه وکړي. همداشان پر خلکو غږ کړی چې ډیر زیاتو معایاتو نه استفاده وکړي.



اړوند خبرونه