مرکل د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

د جرمني‌ لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل وویل مونږ غواړو چې د لیبیا خلک د خپل راتلوونکي‌ په اړه پخپله تصمیم ونیسي.

1663894
مرکل د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

 

مرکل د لیبیا په اړه جوړ شوي‌ د برلین په دویم کنفرانس کې د ګډون په موخه جرمني‌ ته راغلي‌ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره لیدنه وکړه.

مرکل د بلینکن سره د لیدنې نه مخکې خبري غونډې ته وویل چې  د لیبیا په کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ګډون ډیر مهم دی.

د لیبیا په اړه ګډ نظر زمونږ لپاره ډیر مهم دی. مرکل وویل مونږ غواړو چې د لیبیا د راتلوونکي‌ او برخلیک په اړه پخپله د لیبیا خلک پریکړه وکړي.

مرکل وویل چې لیبیا وضعیت هم د افریقا له پلوه  او هم د افریقا اروپا د اړیکو له پلوه او هم د ټولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

همداشان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل چې ددې په هیله چې په لیبیا کې استقرار ټینګ شي‌ او اتحاد او یووالی رامنځته شي.


پيوندونه: #جرمني , #امریکا

اړوند خبرونه