شمالي کوریا غواړي د امریکا سره مذاکراتو د میز تر شا کیني
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون وویل چې هیواد يي باید د امریکا متحده ایالتونو سره هم مذاکراتو او هم جګړې ته پوره چمتوالی ولري.

د شمالي کوریا د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د کوریا د کارګر ګوند په کانګره کې کیم جونګ اون د امریکا سره په سیاسي اړیکو د غور کولو نه وروسته د واشنګټن سره په اړیکو کې د اوچتیدونکو ګامونو په اړه نهايي تصامیم نیولي دي.
کیم جونګ اون د هیواد نه په امریکا کې د بایدن د حکومت سره هم مذاکراتو او هم جګړې ته د پوره چمتوالي د نیولو غوښتنه کړې ده .
د بله پلوه د سویلي کوریا د سیجونګ د انیستیتیوت یو تن څیړونکي چیونګ سیونګ چانګ ویلي دي چې د کیم جونګ اون وروستیو څرګندونو او تصامیمو ته په کتو سره داسې ښکاري چې دا هیواد د امریکا سره مذاکراتو ته لیواله دی خو د اټومي وسلو نه د لاس اخیستو غوښتنو او وړاندیزونو ته به مثبت ځواب ورنکړي.
هغه زیاته کړې ده خو که چیرې د بایدن حکومت پر شمالي کوریا لګول شوي بندیزونه لرې کړي او د سویلي کوریا سره پوځي تطبیقات وځنډوي کیدای شي چې کیم جونګ اون هم د خپل اټومي پروګرام په اړه ځیني ګامونه اوچت کړي.
د ویلو ده چې د جون په ۱۳ مه نیټه جوړه شوې د جي ۷ د هیوادونو په سرمشریزه کې ددې خبرې په ټینګار وویل شول چې شمالي کوریا باید په کامله توګه د اټومي وسلو نه پاک کړی شي او شمالي کوریا باید د اټومي وسلو د جوړولو نه لاس واخلي. همداشان د شمالي کوریا په ولسمشر کیم جونګ اون باندې د مذاکراتو غږ کړی وو.
اړوند خبرونه

په ډنمارک کې د قانون هغه مسوده چې له مخې د قرانکریم سوځول او پرې برید کول منع شي تصویب شوه
په ډنمارک کې د قانون هغه مسوده چې د سپېڅلو کتابونو سوځول او پرې برید کول منع کوي تصویب شوه.