جینیوا ښار ۳۶ کاله وروسته د امریکا او روسیې د ولسمشرانو کوربه توب وکوي

د سوئیس د جینیوا ښار د ۳۶ کلونو وروسته یو ځل بیا د امریکا او روسیې د مشرانو د غونډې کوربه توب کوي.

1659119
جینیوا ښار ۳۶ کاله وروسته د امریکا او روسیې د ولسمشرانو کوربه توب وکوي

 

د امریکا ولسمشر جو بایدن نن د سوئیس د جینیوا په ښار کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه کوي.

د ویلو ده چې په وروستي‌ ځل په ۱۹۸۵ کال کې په جینیوا ښار کې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو غونډه جوړه شوې وه.

د ۱۹۸۵ میلادي‌ کال د نوامبر په میاشت کې د امریکا د وخت ولسمشر رونالډ ریګن د پخواني‌ شوروي‌ اتحاد د ولسمشر میخایل ګورباچوف سره په جینیوا کې غونډه کړې وه.

۳۶ کاله وروسته دا ځل جو بایدن او ولادیمیر پوتین پدې ښآر کې غونډه کوي.

د ویلو ده چې په جینیوا کې د روسیې او امریکا د مشرانو د غونډې له امله په ټول ښار کې ډیر کلک امنیتي‌ تدابیر نیول شوي‌ دي. د چا خبره په ښآر کې د ژوند ورځنۍ چارې په ټپه درول شوي‌ دي.

د امریکايي او روسیي‌ هیتانو د اقامتګاه هوټلونو ته غځیدلي‌ ټولې لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوي‌ دي.

پداسې حال کې چې تر اوسه پورې د بایدن او پوتین د غونډې دقیق ساعت او پروګرام اعلان شوی ندی خو ویل کیږي‌ چې غونډه به د ترکیې په ځايي‌ وخت د ماسپخین په دوه بجې پيل او ۴ ساعته به دوام وکړي.

د غونډې نه وروسته به پوتین په ۶بجو او ۳۰ دقیقو او بایدن په ۸ بجو جلا جلا خبري‌ غونډې جوړې کړی‌ او د خبریالانو پوښتنې به ځواب کړي.



اړوند خبرونه